ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دوه تنه د تښتوونکي له بنده راخوشي شول

author avatar
3 Sep 2012 - 17:28
author avatar
3 Sep 2012 - 17:28

جلا ل اباد (پژواک ١٣ وږى ٩١): د ننګرهار ولايت له پچير اګام ولسوالۍ څخه دوه تښتول شوي کسان د تښتوونکو له بنده ازاد شول.

د دغه ولايت د ملي امنيت د څارنوالۍ رييس ډګروال شېرفراز د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملا جنت ګل په نوم تښتوونکى يې نيولى دى چې له خپلو ملګرو سره يې د کونړ ولايت دوه تنه تښتولي او په پچيراګام ولسوالۍ کې يې دوه مياشتې ساتلي وو.

د والي وياند احمدضيا عبدالزي پژواک ته وويل، چې د پچيراګام ولسوالۍ يوه اوسېدونکي رحمت ګل دوه مياشتې وړاندې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ دوه تنه شهزاده او رحيم الله پچيراګام ولسوالۍ ته تښتولي او په شخصي بند کې يې ساتلي وو.

د هغه په وينا، رحمت ګل نومي د پکتيا ولايت اوسېدونکى او په دغه ولايت کې د تښتوونکو د يوې ډلې مشري کوي.

عبدالزي وويل، چې د کونړ يو شمير سپين ږيري په دې بريالي شول، چې د تښتول شوو دوو تنو درک معلوم کړي.

هغه وايي، چې تښتوونکو د دواړو تښتول شوو په بدل کې د يو ميليارد پاکستانيو روپيو او يا هم د خپلو بنديانو د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.

عبدالزي وويل، د خوشي شوي رحيم الله د څرګندونو له مخې، د تښتوونکو يو غړى ملا جنت ګل ملي امنيت نيولى او له نوموړي يې پوښتنې پيل کړې دي.

د والي وياند وويل، کله چې تښتوونکي خبر شول چې ملا جنت ګل نيول شوى د کونړ سپين ږيرو ته يې په دې شرط دويم تن شهزاده ورسپارلى چې ملا جنت ګل به له ملي امنيت څخه راخوشى کوي.

عبدالزي د دغه ولايت په يو شمېر نورو ولسواليو کې د انسان تښتوونې په پېښو کې د ککړو پنځلسو تنو د نيونې او د دغه ولايت د سکټوري رييس احمدشاه سادات د څرک لګولو په اړه د پرمختګ دعوه وکړه.

د تښتوونکو له منګولو څخه راخوشي شوي رحيم الله چې د کونړ د ماڼوګي د کلايګل اوسېدونکى دى پژواک ته وويل: ((رحمت ګل رانه درې سوه جوړې چارتراش لرګي اخيستي وو او بيا يې د پيسو راکولو په پلمه په پچيراګام کې سترګې را وتړلې او بندي يې کړم.))

نوموړى زياتوي، چې وسلوالو تورې بوړې ته بيولى او هلته يې پنځوس ورځې د يوه ځايي قوماندان معراج الدين په کور کې د شهزاده نومي سره په زنځيرونو تړلى و.

رحيم الله وويل، چې تښتوونکو ورسره د ځناورو په څېر چلند کاوه ، اوبه او ډوډۍ ورته له يوې کوچنۍ کړکۍ څخه ورغورځول کېدې.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.