منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر کرزي په کراچۍ کې د اور لګيدنې په پيښه خواشينې څرګنده کړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۲ کتنې

کابل(پژواک ٢٢وږى٩١) :ولسمشر کرزي د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د جامو جوړولو په فابريکه کې د اور لګېدو له امله د پاکستان مشرتابه او ټول ولس ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کړل.

له ارګ څه دوږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوى خبرپاڼه کې ويل شوى، چې ولسمشر کرزي په دغه پيښه کې دشاوخوا ٢٩٠کسانو په وژل کيدو ژورخفګان ښکار کړى دى.

خبرپاڼه کې دولسمشر له خوا ليکل شوى((   په ډیرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د ورور هېواد پاکستان په دوو لویو ښارونو کراچۍ او لاهور کې د اور لګېدنې په دوو بيلا بيلو پیښو کې په زيات شميرکې کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی. ))

 دغه راز نوموړي له الله جل جلاله څخه د پيښې قربانیانو ته جنت او ټپیانو ته سملاسي روغتیا دعا کړى ده.