منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۱ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په کراچۍ کې اور لګېدنې ٢٩٠ تنه وژلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

کراچۍ (پژواک ٢٢ وږى ٩١): د پاکستان په ستر سوداګريز ښار کراچۍ کې د جامو جوړولو په فابريکه کې د اور لګېدو له امله نږدې ٢٩٠ تنه وژل شوي دي. د سيمې پوليس وايي، چې پېښه د سې شنبې په مازيګر د پاکستان پر وخت ۴ بجې د کراچۍ ښار د بلديه ټاون په سيمه کې رامنځته شوې ده. په کراچۍ ښار کې د اور وژنې د ادارې مسوول احتشام الدين د وږي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له بېګا راهيسې لګېدلی اور يې نن ماسپښين مړ کړى دی. د هغه په خبره، د فابريکې ودانۍ د خطر (ايمرجنسي) دروازې نه درلودې، نو ځکه د په کې د مرګ ژوبلې کچه لوړه شوه. د سند ايالت د روغتيا وزير ډاکټر صغير احمد د پېښې په ځای کې له خبريالانو سره په خبرو کې ويلي، چې له بېګا راهيسې تر اوسه د سوځېدلې کارخانې له ودانۍ د ۲۴۶ کسانو مړي را ايستل شوي دي. هغه زياته کړه: ((دا دردونکې پېښه ده، په وژل شوو زنانه هم شاملې دي، دوى ټولو په دې فابريکه کې مزدوري کوله.)) د ډاکتر صغيراحمد په خبره، د فابريکې د سوځېدنې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي. د ژغورنې د ادارو چارواکي وايي، د پېښې له ځايه د مړو د را ايستلو لړۍ دوام لري او د دې پېښې د مړو شمېر مخه په زياتېدو دى. د کراچۍ ښار د پوليسو مشر روشن علي شيخ پژواک ته وويل، چې د پېښې له ځايه د ۲۸۹ کسانو مړي را ايستل شوي او دا لړۍ اوس هم دوام لري. هغه زياته کړه: ((موږ د دې پېښې په اړه پلټنې پيل کړې، د اړوند ادارو چارواکي مو رابللي، په درېيو ورځو کې به دننه د پېښې په اړه رپورټ تيار کړي.)) د کراچۍ په سول او جناح روغتونونو د قربانيانو خپل او خپلوانو پژواک ته وويل، چې په پېښه کې د سوځېدلو کسانو مړي دومره خراب شوي، چې په پېژندلو کې يې دوى له ستونزو سره مخ دي.