ژبه

دکونړ د ځوانانو د منتخب فدراسيون مرستيال ووژل شو

اسعد اباد ( پژواک، ٩ تله ٩١ ) :  دکونړ ولايت د ځوانانو د منتخب فدراسون مرستيال د ماين په يوه چاودنه کې ووژل شو.

د کونړ د والي وياند واصف الله واصفي د  تلې په ٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د ځوانانود منتخب فدراسيون مرستيال سيد وزير له يوه بل ملګري سره د سرکاڼو په ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې نوموړى د فدراسيون د مرستيال ترڅنګ په  ښوونځي کې د ښوونکي  په توګه هم دنده ترسره کوله، دغه راز هغه د سرکاڼو ولسوالۍ د ځوانانو د ټولنې مشر هم و.

د واصفي په وينا،  سيد وزير نن له غرمې مخکې له دندې څخه د کور پر لوري پلى روان و، چې په لاره ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد.

نوموړي وويل، چې په دې چاودنه کې د سيد وزير يو بل ملګرى هم، چې له هغه سره روان و، وژل شوى دى.

د سرکاڼو ولسوالۍ يوتن اوسېدونکي ضياالحق پژواک اژانس ته وويل ، چې سيد وزير له چا سره شخصي دښمني نه لرله او تل به يې هڅه کوله، چې د ځوانانو د پرمختګ لپاره کار وکړي.

تر اوسه ددې چاودنې مسووليت کومې ډلې پر  غاړه نه دى اخيستى.

د يادونې ده، چې له دې مخکې هم په دې ولايت کې ددولتي او نادولتي ادارو کارکوونکي د وسلوالو لخوا تښتول شوي او يا هم وژل شوي دي. 

ورته موضوع