ژبه

دهلمند په دوو چاودنو کې څلور تنه ټپيان شول

لښکرګاه (پژواک،٥ لړم ٩١) : په هلمند ولايت کې د دوو چاودنو له امله يو ملکي وګړى او درې سرتېري ټپيان شول.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د رسنيو مسوول فريد فرهنګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړۍ چاودنه نن تر غرمې مخکې د لښکرګاه په ختيځ لوري کې د پوليسو پر ګزمه ترسره شوې.

هغه زياته کړه، چې ددغه سړک د غاړې ماين په چاودنه کې دوه پوليس ټپيان او موټر يې زيانمن شوى دى.

فرهنګ وايي، چې دويمه چاودنه له لومړۍ چاودنې يو ساعت وروسته د هلمند مرکز لښکرګاه د ښوونکو نومرو په سيمه کې د ملي اردو پر ګزمه ترسره شوې، چې له امله يې د ملي اردو يو سرتيرى ټپي او موتر يې ويجاړ شوى دى.

خو د لښکرګاه د ايمرجينسى روغتون يوتن ډاکټر وويل، چې له دغو دوو پېښو څخه روغتون ته يو ملکي او درې دولتي سرتېري په ټپي حالت کې انتقال شوي دي.

د سرچينې په وينا، يو ټپي تن تر درملنې وروسته رخصت شوى او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.