کابل (پژواک، ١٧ لړم ٩١): وسلوالو طالبانو بارک اوباما ته د دوهم ځل ټاکل کېدو په اړه ويلي، چې دا ځل دې له ورکړل شوي فرصت څخه سالمه استفاده وکړي او بې مفهومه جګړه دې پاى ته ورسوي.
بارک اوباما د امريکا د متحدو ايالتونو د ولسمشرۍ ټولټاکنو په ګټلو سره، نن په دويم ځل د دغه هېواد د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
وسلوالو طالبانو په يوه خبرپاڼه کې چې يوه کاپي يې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، ويلي، اوباما ته په کار دي چې دا ځل له ورکړل شوي فرصت نه سالمه استفاده وکړي او د خپلو خلکو ستونزو هوارولو ته پاملرنه وکړي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، دا چې اوس امریکايان له جګړو او بې ځايه پوځي لګښتونو ډېر ستړي شوي، نو اوباما بايد دا حالت درک کړى وي، نور د خپلو خلکو غوښتنې او هيلې په پام کې ولري او بې مفهومه جګړه پای ته ورسوي.
وسلوالو طالبانو يو ځل بيا له اوباما غوښتي، چې خپل عسکر له افغانستانه وباسي او نور د خپل هېواد د خلکو د ژوند په فکر کې شي.










