ژبه

په انجيل کې پر يوه اته کلن ماشوم جنسي تېرى شوى

هرات (پژواک، ٢٨ لړم ٩١): د هرات په انجيل ولسوالۍ کې په يوه تازه پېښه کې پر يوه اته کلن ماشوم جنسي تېرى شوى دى.

د هرات د والي وياند محى الدين نوري ياده پېښه تاييده کړه او پژواک خبري اژانس ته يې وويل، چې دوى ته هم دا خبر رسېدلى دى.

خو نوموړي د پېښې د څرنګوالي په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د هرات امنيتي چارواکو له دې پېښې سره په تړاو د دوو مشکوکو کسانو د نيولو خبر ورکړى دى.

هېره دې نه وي چې تېره اونۍ هم، د هرات ښار په دوهمه کې د عبدالمنان په نوم پر يوه ١٣ کلن ماشوم جنسي تېرى شوى و، چې وروسته وژل شوى هم و.

دا په داسې حال کې، چې نن (د لړم ٢٨مه) د هرات په مرکز کې لسګونو کسانو د ماشومانو د ژوند د ښه توب او پر هغوى د جنسي تېريو د مخنيوي په موخه غونډه کړې وه.

ياده اعتراضي غونډه کې په هرات کې د مېشتو ژورنالستانو، مدني ټولنو غړو او يو شمېر زده کوونکو له لوري په لاره اچول شوې وه.

د غونډې يوې ګډونوالې او په هرات کې د سحر راډيو مسوولې ستورى کريمي پژواک اژانس ته وويل، په دا وروستيو کې د ماشومانو حالت ډېر بد شوى او جنسي تېري پرې کېږي.

نوموړې وايي: ((کله چې پر ماشومانو د جنسي تېري خبر اورم، ډېره دردېږم؛ له همدې امله نن راووتم او په دې غونډه کې ګډون وکړ، ترڅو خپل غږ چارواکو ته ورسوم)).

د شمشاد تلويزون خبريال نعمت الله اسحاقزي وويل، جنسي تېري نه يوازې په هرات کې، بلکې په ټول هېواد کې شته؛ خو دا چې په هرات کې د دا ډول پېښې خبرونه ورکول کېږي، لامل يې هلته د خبريالانو فعاليت دي.

د غونډې په پاى کې يو پرېکړه ليک صادر شو، چې په کې د ماشومانو د ژوند د سمون غوښتنه شوې وه.

هغوى غوښتنه درلوده، چې پر ماشومانو د جنسي تېريو مخنيوى دې وشي او عاملين دې يې اشد مجازات شي.

ورته موضوع