ميدان ښار (پژواک ٤ لېندۍ ٩١): د ميدان ښار اوسيدونکي وايي، چې مرکزي دولت دې د دې ولايت په پروني ځانمرګي بريد کې خلکو او دولتي ادارو ته اوښتي زيانونه ژر معلوم او د بيارغونې په برخه کې دې ځانګړى بېړنۍ اقدام وکړي.
ياد شوى ځانمرګى بريد، د يوه مازدا موټر په وسيله پرون سهار د (ليندۍ په ٣ مه) شاوخوا اته نيمې بجې د ميدان ښار د مرکزي احصايې د دفتر مخې ته رامنځ ته شو.
په دې سيمه کې د ګډو ځواکونو د همغږۍ مرکز، امنيه قومانداني، زندان، د ولايت مېلمستون، د سولې د عالي شورا دفتر، د سوېډن کمېټې دوه ودانۍ او د خلکو کورونه موقعيت لري.
د ميدان وردګو د والي د وياند شاهد الله شاهد د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې د يوې ښځې په ګډون درې ملکي کسان ووژل شول او ٩٠ نور ملکيان په کې ټپيان شول، چې څلور يې ماشومان، ١١ ښځې او نور نارينه وو، نورو امنيتي سرچينو د ټپيانو شمېر تر سلو ډېر ياد کړى.
د نورالرحمن په نوم د ميدان ښار يو اوسېدونکي، چې په پروني بريد کې نه يواځې خپل ويجاړ دوکان ياد کړ، بلکې هغو په سلګونو دوکانونو او کورنو ته يې هم ګوته ونيوله، چې په دې بريد کې ويجاړ او يا زيانمن شوي دي.
ده زياته کړه: ((له ما سره مې يواځې د خپل دوکان غم نه دى، بلکې هغه يو زيات شمېر دولتي ادارې هم چې په بل مخ پرتې دي، هغه هم زموږ او زموږ د ولس شتمني ده، مرکزي دولت دې ژر په دې برخه کې ګام واخلي.))
د ده په خبره، مرکزي دولت دې د ميدان ښار بريد ته د يوه عادي بريد په سترګه نه ګوري، بلکې د دې بريد د ځاني زيان تر څنګ مالي زيانونه دومره زيات دي، چې ولسمشر يې د يو ځانګړي پلاوي په وسيله ونه کړي او ځانګړې بودېجه ورته بېله نه کړي، نو په عادي توګه به يې جوړول کلونه کلونه وخت ونيسي.
د زبير په نوم د ميدان ښار اوسېدونکي او ساختماني انجينر پژواک اژانس ته وويل، چې دې بريد د ميدان ښار ټولې دولتي ودانۍ او کورونه د ځواکمنې څپې په وسيله ښورولې دي او په سلو کې ٦٠سلنه يې بيا له سره جوړونې او بيارغونې ته اړتيا لري.
هغه وويل، چې يو شمېر خو هغه په لسګونو دولتي او ملکي ودانۍ او مارکېټونه دي، چې ويجاړ شوي او لوېدلي دي ، هغه خو ښکاره او څرګند دي، خو يو شمېر داسې دولتي ادارې هم شته د چاودنې د زيات قوت او زور له امله يې لوى درزونه کړي او ښورېدلې، چې هغه هم بيا د په اساسي توګه ورغول شي.
د هغه په وينا، مرکزي حکومت بايد يو غښتلى تخنيکي پلاوى او بېړنۍ مرستې دې ولايت راوليږي، د دغو ورانيو پاکونه او سروې او جوړونه د دې ولايت د سيمه ييزې ادارې له واکه وتلې ده .
ده له ولسمشر څخه وغوښتل، چې د اړونده وزارتونو د وزيرانو يو پلاوى دې ميدان ښار ته راوليږي، چې زيانونه په خپلو سترګو وګوري او بيا يې د يوې ځانګړې بوديجې له لارې بېرته د رغولو په موخه لاس په کار شي.
شکور د ميدان ښار بل هغه اوسېدونکى دى، چې په دې پروني ځانمرګي بريد کې په سر او يوې سترګې برسېرن ټپي دى او سر يې په سپين ململ تړلى او پر ګريوان يې او جامو يې راغلې وينې وچې شوې وې، پژواک ته وويل، چې ددې ولايت اوسېدونکي دا لس کاله له مرکزي حکومت څخه د ميدان ښار د روغتون د بسترونو زياتول غواړي، خو تراوسه يې حکومت ځکه غږ نه دى اورېدلى، چې دا ولايت د نورو غوندې کوم زورواکى نه لري، چې پر حکومت فشار راوړي او غم يې وخوړل شي.
ده چې له چاودنې وروسته د کور کړکۍ ته يې پلاستيک نيوه وويل: ((باور په خداى وکړه، چې پرون د ځانمرګي بريد پرمهال دومره بې ګناه عام خلک په وينو کې يې غوپې وهلې، لکه د قربانۍ مالونه، د ميدان ښار روغتون کې ځاى نه کېده په لسګونو ټپيان يې تر غرمې پورې په امبولانسونو کې لېږدول.))
ده له مرکزي دولت او په ځانګړې توګه د عامې روغتيا له وزارت څخه وغوښتل، چې د ميدان ښار د پروني ځانمرګي بريد د ټپيانو پوښتنه دې وکړي، چې په کومو روغتونونو کې دي او په څه حال کې قرار لري.
نوموړي پر وسلوالو مخالفينو غږ وکړ، چې نور د ملکي خلکو غريبانه ژوند ته پام وکړي او له دغه ډول بريدونو دې لاس واخلي.
د قدير په نامه د ميدان ښار يو بل اوسېدونکي، چې ورور يې په دغه ځانمرګي بريد کې ټپي شوى او په کابل کې تر درملنې لاندې دى، وويل، چې د دغه بريد زيات قوت د ميدان ښار په يو شمېر کورونو کې ښځو او ماشومانو ته عصبي شوک ( حمله ) پيدا کړى.
نوموړي د خپل کور کمپلو او هغو نورو لوازمو ته ګوته ونيوه، چې د چاودنې د زور له امله د دوى د کور په انګړ او د کوڅې په منځ کې پراته وو.
ده په ډېرې حيرانۍ سره د لاسونو په اشاره وويل: (( له دې چاودنې سره د ميدان ښار خلک، کورونه، ادارې او دوکانونه تباه شول.))
قدير زياته کړه، چې اوس دلته ژمى دى هوا ډېره سړه ده، پرون له ځانمرګي بريد وروسته لږ واوره هم واوريده، نو ولسمشر دې د دغه ولايت خلکو او د پېښې له قربانيانو سره د بېړنۍ مرستې لارښوونه وکړي.
ده وويل: ((په رښتيا هم، چې پروني ځانمرګي بريد د ميدان ښار تېره لس کلنه بيارغونه او جوړونه له خاورو سره خاورې کړې، د ګوتو په شمار شخصي او ياد دولتي ادارې به ترسترګو شي، چې بيا جوړونې او رغونې ته به اړتيا ونه لري او يا به ډېره کمه اړتيا ولري، خو ډېرې ودانۍ بشپړې، يو شمېر يې نيمې، د نورو بيا چتونه پورته چګ شوي، کړکۍ، دروازې او د انګړنو ديوالونه يې ويجاړ دي.))
دغې چاودنې تر يونيم کيلومتره ساحې پورې د کورونو يوه ښيښه هم نه ده پرېښې.
له دغه ځانمرګي بريد وروسته تر نن (د لېندۍ تر څلورمې) پورې د ميدان ښار په لارو، کوڅو او سړکونو کې د ځانمرکي بريد د موټرو پرزې، کړکۍ، دروازې، ښيښې، د ديوالونو خښتې، د دفترونو، دولتي ودانيو، د استوګنې د کورنو او دوکانونو لوازم او توکي يوې او بلې خواته پراته دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې دغه بريد د مازدا ډوله موټر په وسيله د سهيل غزنوي په نوم د دوى يوه کس کړى دى.
د ده په خبره، چې بريد د بهرنيو او افغان ځواکونو د همغږۍ پر مرکز شوى او له امله يې د يادو ځواکونو په لسګونه تنه وژل شوي دي.
دى وايي، چې دغه بريد يې د څرخي پله په زندان کې د خپلو اعدام شوو څلورو ملګرو په غچ کې کړى دى.
په ياد زندان کې تېره سې شنبې او چهارشنبې ١٤ تنه اعدام شول.
خو بله خوا ولسمشر حامد کرزي د ميدان ښارځانمرګى بريد په کلکه غندلى او هغه يې د افغانستان د ملکي او بې ګناه وګړو پرخلاف د افغانستان د دښمنانو لخوا د روان ظلم لړۍ بللې ده.
که څه هم چې ولسمشر د دغې پېښې د وژل شوو او ټپيانو له کورنيو غمرازي ښودلې، خو د دې پېښې له زيانمنو سره يې د هېڅ ډول مرستې يادونه نه ده کړې، په داسې حال کې چې د دې ولايت خلک دغه غوښتنه له ولسمشر څخه لري.










