Language

ولسوال: د خانشين امنيت ښه دى خو د بيارغونې کارونه په کې نشته

لښکرګاه (پژواک ١٢ لېندۍ ٩١): د هلمند د خانشين ولسوال وايي، چې په ولسوالۍ کې يې امنيت تر ډېره ټينګ شوى دى، خو د بيارغونې کارونه په کې هېڅ نه کېږي.

د خانشين ولسوال حاجي شامحمود مير د لېندۍ په ١٢مه له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وويل، چې که څه هم د پوليسو تشکيل يې کم دى، خو توانېدلي چې د ښې همغږۍ له مخې امنيت خوندي کړي.

د هغه په وينا، دمګړۍ يادې ولسوالۍ ته ١٥٨ تنه د پوليسو په تشکيل کې ورکړل شوي او تر څنګ يې د ديشو ولسوالۍ سل ملي پوليس هم د امنيت په ساتلو، په همدې ولسوالۍ کې بوخت دي، ځکه تر دې مهاله په ديشو ولسوالۍ کې اداره نه ده فعاله شوې.

مير زياته کړه: ((دوه کنډکه د سرحدي پوليسو هم د پولې د ساتنې په موخه په ولسوالۍ کې مېشت دي، چې له امله يې تر ډېره د قاچاقچيانو او د دولت د مخالفينو مخه نيولې ده.))

د ده په خبره، بيا هم د همدې ولسوالۍ له ځينو څنډو څخه د دغه ولايت ځينو نورو ولسواليو ته لارې شته، چې قاچاقچيان او د دولت وسلوال مخالفين پرې تګ راتګ کوي.

نوموړي وويل، چې پوليس يې مسلکي دي او په خپل منځ کې پوره همغږي لري، خو د وسلو او نورو تجهيزاتو په برخه کې څنګه چې اړتيا ليدل کېږي، نه دي ورکړل شوي.

د ولسوال په وينا، اوس مهال يې ځواکونه توانېدلي، چې د دولت د مخالفينو د بريدونه او ښکاره فعاليت مخه تر يوه بريده ونيسي، خو کله کله په لارو کې ماينونه خښوي، چې هغه هم د تېر کال په پرتله کم شوي دي.

ده زياته کړه: ((څه موده وړاندې مو د ولسوالۍ د امنيت د لېږد پروسه هم ترسره کړه، اوس يواځې د بهرنيو ځواکونو درې ټولۍ د مشورو او د پوليسو سره د اړتيا پرمهال د مرستې لپاره پاتې دي.))

د خانشين ولسوال دا هم وويل، چې پوليسو يې دا مهال د کرل شوو کوکنارو پر ضد هم کمپاينونه پيل کړي دي، چې له امله يې په ٣٠٠ جريبه کرل شوي کوکنار له منځه وړل شوي دي.

د هغه په وينا، د دغو ټولو لاس ته راوړنو سره سره يې په ولسوالۍ کې د بيارغونې د کارنو لپاره ځايي ادارې او مرسته کوونکو هېوادونو هېڅ پاملرنه نه ده کړې، چې له امله يې د ولسوالۍ اداره خلکو ته پاتې راغلې ده.

نوموړي وويل، چې درې نيم کاله وړاندې ياده ولسوالۍ د دولت له وسلوالو مخالفينو څخه پاکه شوه، هغه وخت مرسته کوونکو هېوادنو او مرکزي دولت په ولسوالۍ کې د زياتو پروژو د پلي کولو ژمنه وکړه، خو تر دې مهاله يوه هم نه ده عملي شوې.

د ولسوال په خبره، سړکونه يې وران ويجاړ دي، کانالونه يې بند دي، روغتيايي مرکزونه او ښوونځي نشته، چې له امله يې له يوې خوا خلک بې روزګاره دي، له بلې خوا له دې ټولو اسانتياوو څخه د خانشين ولسوالۍ اوسيدونکې بې برخې دي.

هغه وايي، چې د همدې بې روزګارۍ او د دولت د نه پاملرنې له امله ډېر ځوانان د مخالفينو په ليکوکې دريږي او د امنيت لپاره ستونزې جوړوي.

نوموړي له ولايتي ادارې او مرکزي دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره لاس په کار شي، لومړى د هلمند له سيند څخه په ياده ولسوالۍ کې يو ځانګړى د اوبو بند جوړ کړي، د څښاک د اوبو ژورې څاګانې جوړې کړي، کانالونه پاک کړي او يادې شوې ستونزې که ټولې نه وي، نو نيمايي خو دې حل کړي.

خانشين ولسوالۍ د هلمند له مرکز لښکرګاه څخه سوېل ته په ١٨٠ کيلومترۍ کې پرته ده، چې له پاکستان سره ٨٥ کيلومتره ګډه پوله لري او ٥٥ زره نفوس او ١٢٥ زره جريبه کرنيزه ځمکه لري، چې د هلمند د سيند تر غاړې د٩٠ کيلومتره په اوږدو کې يې موقعيت لري.

Related Topics