منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۲۳ غ.م
۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی

ولسمشر کرزي په بګرام کې د خالد پوښتنه وکړه

· ۱ دقیقه لوستل · ۶۱ کتنې

کابل (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): ولسمشر حامد کرزى نن له يوه پلاوي سره بګرام ته ولاړ او د ملي امنيت د رييس اسدالله خالد د روغتيا پوښتنه يې وکړه.

خالد د تېرې پنجشنبې په ورځ د کابل ښار د تايميني په سيمه کې د هغه د مېلمستون دننه د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ټپي شو او اوس په بګرام کې تر درملنې لاندې دى.

له ارګ څخه د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزى نن بګرام ته ورغى او په روغتون کې يې د اسدالله خالد پوښتنه وکړه.

سرچينې زياته کړې، له ولسمشر سره په دغه سفر کې د کورنيو چارو وزير غلام مجتبى پتنګ، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزير، په پارلماني چارو کې د دولت وزير ، د ولسي جرګې وکيل فضل عظيم مجددي او د ولسمشرۍ د دفتر رييس ملتيا کوله.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر او د هغه پلاوي د اسدالله خالد پوښتنه وکړه او هغه ته يې د الله له دربار د بېړنۍ روغتيا غوښتنه وکړه.

د بګرام روغتون ډاکتران وايي، چې د اسدالله خالد روغتيايي حالت مخ په ښه کېدو دى.