منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د ملي اردو سرتېرو د ايساف پر ګزمې بريد وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۵ کتنې

 کابل  – هرات ( پژواک ۱۲ مرغومی ۹۱) : ايساف ځوکونه وايي ، چې دهرات ولايت په کرخ ولسوال کې د ناپېژانده وسلوالو له خوا بريد شوی ، خو طالبان ادعا کوي ،چې دغه بريد د ملي اردو د دوو سرتېرو له خوا تر سره شوی دی .

دوی وايي ، چې دغو سرتېرو له دوی سره اړيکه لرله او د ايساف سرتېرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

 دايساف مطبوعاتي دفتر نن (د مرغومي په ١٢مه ) پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه وسلوال بريد د ايساف او افغان ځواکونو په ګډه ګزمه په کرخ ولسوالۍ کې شوی ، خو مرګ ژوبله نه لري .

سرچينې زياته کړه ، چې ددغې پېښې په اړه څېړنې دوام لري او د څېړنو تر بشپړېدو مخکې يې په اړه څه ويل له وخت وړاندې دي .

د ايساف دفتر وايي ، دوی  اورېدلي ،چې دغه بريد دملي اردو د دوو سرتېرو له خوا تر سره شوی ، خو له څېړنو وروسته به روښانه شي ، چې بريدګر څوک وو ؟

خو دکرخ ولسوالۍ يوه سيمه ييز چارواکي دنوم نه اخيستو په شرط وويل ،چې دغه بريد دملي اردو ددوو سرتېرو له خوا دايساف پر  هسپانوي سرتېرو ددغې ولسوالۍ په بند سبزک سيمه کې  شوی دی .

 سرچينې زياته کړه ، دغو دوو سرتېرو دسړک په څنګ کې پر هسپانوي سرتېرو ډزې وکړې ، خو مرګ ژوبله يې نه لرله .

 خو په هرات کې  د ۲۰۷ ظفر قول اردو مطبوعاتي مسوول ، نجيب الله نجيبي وويل : په هغه ساحه کې ،چې دا پېښه پکې رامنځته شوې ، دملي اردو کوم سرتېری شتون نه لري او تر اوسه ورته په دې اړه کوم را پور نه دی رسېدلی .

 نجيبي په دې اړه دنورو جزيياتو له ورکړې ډډه وکړه .

  خو طالب وياند قاري يوسف احمدي بيا ادعا کوي ،چې دوو افغان  سرتېرو په کرخ ولسوالۍ کې پر امريکايي سرتېرو بريد کړی، دهغوی څلور تنه يې وژلي او دوه ټانکونه يې ويجاړ شوي دي .

د هغه په خبره ، دغو دوو سرتېرو له وړاندې د طالبانو سره اړيکه درلوده ، چې له بريد وروسته له طالبانو سره يو ځای شوي دي .

 احمدي ادعا کوي ،چې دغه دوه سرتېري دجلال اباد ښار اوسېدونکي  دي ، چې دهمدې موخې لپاره دملي اردو ليکو ته داخل شوي وو .