منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۲۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

په هرات کې يو ايرانى وګړى وژل شوى

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

کابل-هرات (پژواک ۱۲ مرغومې ۹۱): د هرات –اسلام قلعه د لويې لارې پر سر د يو ايراني وګړي مړى موندل شوى دى.

د هرات حوزوی روغتون مطبوعاتي مسوول ډاکتر محمدرفيق شېرزي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر دغه مړي د دوو مرميو نښې ليدل کېږي او نن سهار روغتون ور وړل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې دغه څلوېښت کلن کس د ايران تابعيت لري او روغتون ته ور وړل شوی دی.

د هرات امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي وايي، چې دغه مړى د زنده جان ولسوالۍ غورک هوټل ته نږدې د هرات–اسلام قلعه لويې لارې په اوږدو کې لاس ته راغلی.

حميدي وويل، چې دغه ايرانی وګړی تېره شپه د ناپېژاندو وسلوالو له خوا وژل شوى، خو تر اوسه معلومه نه ده، چې نوم يې څه دی او د ايران د کومې سيمې اوسېدونکی و.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر زياته کړه، لومړي معلومات ښيي، د نوموړي له مړي سره نږدې د تېلو يو ټانکر موټر ولاړ و، چې څښتن نه لري، ښايي دغه موټر د وژل شوي کس وي.

د يادونې ده، يو شمېر ايراني وګړي د تېلو او نورو سوداګريزو توکو د ټانکر چلوونکو په توګه د هرات او ايران ترمنځ تګ راتګ لري.

د دې وژنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال يو ايرانی ټانکر چلوونکی، له ټانکر سره خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال د اسلام قلعه په لويه د ناپېژانده وسلوالو له خوا وتښتول شو، خو دوې اونۍ وروسته د پيسو په ورکولو راخوشى شو.