کابل ( پژواک ،د سلواغې لومړۍ نېټه ٩١ ): په افغانستان کې مېشت ايساف ځواکونه وايي ،چې د افغانستان په ځينو زندانونو کې يې د شکنجې راپورونه ترلاسه کړي دي.
دغه څرګندونې د ايساف ځواکونو وياند جنرال ګورټن ګيټز د سلواغې په لومړۍ نېټه، پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
هغه زياته کړه ، چې له همدې امله يې په ځينو ساحو کې افغان ځواکونو ته دبنديانو دلېږد پروسه درولې ده.
نوموړي دا څرګندونې رد کړې ، چې ګوندې په ټولو ساحو کې د ټولو بنديانو د انتقال پروسه درول شوې ده.
جنرال ګيټز په دغه ځانګړې مرکه کې افغان ملي ځواکونو ته دامنيت دلېږد د پروسې، د ايساف د نوي ماموريت،د ملکي تلفاتو، له پاکستان سره د سرحدي ستونزو، د پاکستان لخوا د طالب بنديانو د خوشې کېدو، امريکا ته د ولسمشر کرزي د سفر او يو شمېر نورو موضوعاتو په اړه غږېدلى، چې ډېر ژر به دغه مرکه په تفصيل سره خپره شي.
د ايساف وياند دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي ، چې امريکايي رسنيو هم وړمه ورځ خبر ورکړى و، چې په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو د بنديانو دشکنجې له امله افغان ځواکونو ته ددوى دلېږد پروسه درولې ده.
بلخوا په کابل کې ځينې سرچينې وايي، چې ټاکل شوې ده، سبا ته د ملګرو ملتونو دفتر ( يوناما) هم د افغان ملي پوليسو او ملي امنيت د منسوبينو لخوا دبنديانو د شکنجې په اړه يو راپور خپور کړي.
ديادونې ده ،چې پرون د ولسمشر وياند اېمل فيضي هغه راپور رد کړ، چې ګوندې امريکا يو ځل بيا د شکنجې له امله افغان چارواکو ته د بنديانو د سپارلو لړۍ بنده کړې ده.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د افغانستان د حکومت لپاره ملي حاکميت يوه مهمه موضوع ده او د زندانيانو سپارل د ملي حاکميت يوه برخه ګڼل کېږي.
ده زياته کړه، تېره اونۍ امريکا ته د ولسمشر حامد کرزي د سفر پر مهال، ياده موضوع د دواړو ولسمشرانو په خبرو کې ياده شوې وه.
د فيضي په وينا، د ولسمشر حامد کرزي او امريکايي چارواکو ترمنځ پرېکړه وشوه، چې ټول افغان بنديان به حکومت ته وسپارل شي.
د يادونې ده، چې تېر کال د افغانستان او امريکا ترمنځ د بګرام زندانيانو د سپارلو يو تړون لاسليک شو؛ د دې تړون له مخې، ټاکل شوې وه، چې څو مياشتې مخکې دغه کار وشي؛ خو امريکايانو په دې کار کې خنډ او ځنډ رامنځ ته کړى و، چې له امله يې د دواړو هېوادونو اړيکې هم خرابې شوې وې.










