هرات (پژواک ۱۴ سلواغه ٩١): په داسې حال کې، چې نن ورځ په زرګونو کسانو په هرات کې د المونيم نوروزي شرکت د نهه کلن ماشوم مالک د وژلو په غبرګون لاريون وکړ، د دغه ښار د بېلابېلو اصنافو اعتصاب هم په رسمي ډول پيل شو.
دغه هلک علي سينا نوروزى نومېده، د ښوونځي زده کوونکی و او يوه نيمه مياشت وړاندې په هرات کې برمته شو، چې وروسته يې مړی درې شپې وړاندې د انجيل ولسوالۍ په خشک پاشان سيمه کې وموندل شو.
علي سينا د نصيراحمد نوروزي زوی او په هرات کې د المونيم نوروزي شرکت مالک دی، چې د کورنۍ په وينا يې، تښتونکو ورڅخه څلور سوه زره ډالر غوښتي وو، ۹۵ زره ډالر يې ورکړي او د نورو د ورکړې ژمنه يې ورسره کړې وه.
د دغه هلک کورنۍ وايي، تښتونکو ژمنه کړې وه، چې دی به خوشى کړي، خو هلک يې وواژه او مړی يې داسې حال کې وموندل شو، چې لاس او پښې تړلې وې او د سر په برخه کې په مرميو ويشتل شوی و.
نن د دوو سوو ښځو په ګډون په زرګونو کسان د هرات ولايت د ودانې مخې ته لاريون وکړ او ټينګار يې کاوه، چې د دې وژنې عاملين دې اعدام شي.
د دغه ماشوم مور، چې د لاريون کوونکو په ډله کې وه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې زوی يې د خاوند د ساتونکي له خوا برمته شوی او وژلی يې دی.
هغې زياته کړه: “ما له خپلو پيسو نه واده ورته وکړ، د کور د يوه غړي په حيث مې کور کې ځای ورکړ؛ خو زوی مې يې په دې بهانه، چې په ښار کې ورته د لوبو شيان اخلي، يووړ، ويې واژه او له موږ سره يې خيانت وکړ.”
د علي سينا مور زياته کړه، سره له دې چې تېره ورځ ولسمشر کرزي له دوی سره د ټيلېفوني اړيکې له لارې د عدالت ژمنه وکړه، خو هغې وغوښتل، چې د زوی قاتلين يې بايد اعدام شي.
ولسمشر کرزي په هماغه ورځ د وژل شوي ماشوم له پلار او د هرات له والي سره ټيلېفوني خبرې وکړې او سترې محکمې ته يې لارښوونه وکړه، چې د ماشوم وژونکو ته دې د قانون په رڼا او د هېواد نافذه قوانينو ته په پام سره دې د اشد مجازت حکم صادر کړي.
لاريونيانو د ماشوم مړی په امبولانس او د هغه تصويرونه يې له ځان سره لېږدول او ګواښ يې وکړ، چې مړی به تر هغو خاورو ته ونه سپاري؛ څو چې د دې پېښې عاملين د خپل عمل په سزا ونه رسېږي.
د متخصصينو د شورا رييس محمدرفيق شهير، چې د لاريونيانو په ډله کې يې خبرې کولې وويل: “تر هغو چې محکمه د دغه ماشوم د وژنکو د اعدام حکم صادر نه کړي او هغه د طالبانو د نظام غوندې په عام محضر کې په دار ونه ځړوي، زموږ لاريون او اعتصاب به دوام ولري.”
نوموړی زياتوي، سر له نن ورځې د صنعتکارانو د ټولنې، ډاکترانو او کسبګرو له خوا کاري اعتصاب رسماً پيل شوی او تر هغو به ادامه ولري، څو چې د دوی غوښتنې نه وي پوره شوې.
دا په داسې حال کې ده، چې په هرات ښار کې هټۍ، هوټلونه او ورته نورې ساحې خلاصې وې او ښاريانو په عادي ډول تګ راتګ کاوه.
امنيتي ځواکونو د لاريون شاوخوا سخت امنيتي تدابير نيولي دي.
د هرات امنيه قوماندانۍ سرپرست عبدالحميدحميدي وويل، چې لاريون کوونکو له وړاندې د لاريون اجازه اخيستې، لاريون د هغوی حق دی او په سوله ييز ډول ترسره شوى دى.
هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونو ۹ تنه نيولي، چې درې په کې د وژنې اصلي عاملين او پاتې نور د دوو ښځو په ګډون د دغه عمل شريکان دي.
لاريون، چې نهه بجې پيل شوی و، له غرمې وروسته يوه بجه پای ته ورسېد. په هرات ښار کې ۷۵ سوداګريز او د راکړې ورکړې ځايونه تړل شوي او يواځې نانوايۍ، د خوراکي توکو پلورنځي او هوټلونه پرانيستي دي.
په يوه تازه پېښه کې، د هرات ولايت د مطبوعاتي دفتر سرپرست محمدانور متين نن ورځ پژواک ته وويل، چې د عدلي او قضايي ارګانونو ګډه غونډه نن ترسره شوه او پر دې بحث وشو، څو د دغه ماشوم د وژونکو دوسيې ژر تر ژره د توشېح لپاره ولسمشر ته واستول شي.
هغه په دې اړه، چې دوسيه به څه وخت بشپړه شي؟ زياته کړه، چې د عدالت د اجرا لپاره وخت او د تورنو دفاعيې اورېدو ته اړتيا ده، له همدې امله به عدلي او قضايي ارګانونه په پوره ځيرکتيا سره پر دې موضوع کار وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات مرستيال والي اصيل الدين جامي دوې ورځې وړاندې ويلي وو، د ولايت له بېلابېلو ارګانونو سره تر بېړنۍ ناستې وروسته پرېکړه وشوه، چې راتلونکې شنبې (نن ورځ) به د قضايي او عدلي ارګانونو جلسه تشکيل او د دغه ماشوم وژونکي به په تر ټولو سخته جزا محکوم کړي.
هغه زياته کړې وه، چې په دې اړه يې د ماشوم له پلار سره هم خبرې کړې او هغه ته يې په دې اړه ډاډ ورکړی دى.
خو د ماشوم پلار بيا ګواښ کړی و: “د خپل زوی مړی تر هغه نه خښوو، څو چې د هغه وژونکي نه وي اعدام شوي.”
دوه ورځې وړاندې هم په سلګونو کسانو د دغه ماشوم د وژنې په غبرګون کې په هرات ښار کې لاريون وکړ او د صنعت ګرو، ډاکترانو او کسبګرو ټولنې هم خپل کاري اعتصاب اعلان کړ.
د ويلو ده، چې د روان کال په زمري مياشت کې د هرات ښار صنعتي شرکتونو، سوداګرو، د ډاکترانو ټولنې، صرافانو، زرګرانو، رخت پلورونکو او پرزه پلورونکو د انسان تښتونې پر وړاندې د اعتراض په توګه درې ورځنی اعتصاف وکړ، چې له امله يې ورځنۍ چارې په ټپه ولاړې وې.










