کابل(پژواک١٦سلواغه٩١): په تېرو دوو کلونو کې ٧٧ سيمه ييز پوليس، چې بېلابېل جرمونه يې کړي و پوځي څارنوالۍ ته ور پيژندل شوي ، خو ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ د دې ځواک د سبوتاژ کولو هڅې کوي.
دغه څرګندونې د افغانستان د سيمه ييزو پوليسو عمومي رييس جنرال عليشاه احمدزي د سلواغې په ١٦مه، له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وکړې .
سيمه ييز پوليس شاوخوا دوه کاله مخکې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د عمومي قوماندان ډيويډ پيټرايس په وړانديز او دو لسمشر حامد کرزي د فرمان له مخې رامنځته شول .
احمدزي وويل ، چې سيمه ييزو پوليسو په هېواد کې ښه پايله ورکړې او د دې پوليسو له رامنځته کېدو څخه اساسي موخه دا وه هغو سيمو ته ، چې نور ځواکونه، نه شي رسېدلاى دغه ځوکوانه به هلته لاس په کار کېږي .
د هغه په وينا، د سيمه ييزو پوليسو دنده،د امنيت د تامين ترڅنګ د طبيعي پېښو پرمهال ترڅو، چې نور ځواکونه د خلکو مرستې ته را رسيږي لومړنۍ مرسته کول دي.
خو احمدزى وايي، چې په ځينو سيمو کې يو شمېر سيمه ييزو پوليسو بېلابېل جرمونه کړي، چې پوځي څارنوالۍ ته معرفي شوي دي .
د هغه د معلوماتو له مخې، د دې پوليسو په جرمونو کې له بشري حقونو سرغړونه ، جنسي تيري ، د خلکو د غوږونو په غاښ کول، له قانون څخه سرغړونه او نور شامل و .
احمدزى وايي ، چې د يادو جرمونو په تور يې تر اوسه ٧٧ سيمه ييز پوليس پوځي څارنوالۍ ته معرفي کړي ، چې ځينې يې تر ١٦ کلونو پورې په بند محکوم شوي دي.
هغه زياته کړه : ((زموږ کوم پوليس ، چې جرم وکړي حتماً د خپلو اعمالو په سزا رسول کيږي.))
په اروزګان کې د لسګونو کسانو په وژنه د تورن حکيم شجاعي په اړه احمدزي وويل : ((ما يوځل هغه په کابل کې نيولى او اړوند مراجعو ته مې سپارلى و ، خو بېرته خوشې شو او ماهم يواځې د تورونو په اساس نيولى و، له ما سره کوم اسناد نه وو.))
خو ده زياته کړه، حکيم شجاعي، چې اوس ځان له قانون څخه پټوي، نو شک پيدا کيږي، چې هغه به ځينې جرمونه کړي وي .
دکورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ د روان کال د مرغومې په ١٦مه د ولسي جرګې دشکاياتو د اورېدو په کمېسيون کې ويلي و، چې په اروزګان کې د لسګونو کسانو په وژنه تورن حکيم شجاعي به د يوې اونۍ په اوږدو کې ونيول شي، خو تر اوسه نه دى نيول شوى .
د سيمه ييزو پوليسو قوماندان احمدزى وايي، چې ځينې کورنۍ او بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، چې دافغان ځواکونو ترڅنګ دغه ګټوره قوه (سيمه ييز) پوليسو پروسه سبوتاژ کړي .
هغه په دې برخه کې د کومې مشخصې کړۍ اويا کوم کس نوم ياد نه کړ .
د خپرو شويو راپورنو له مخې، د هيواد په ختيځ او سوېل کې خلک له سيمه ييزو پوليسو خوښ دي ،خو په شمال کې ډېرى خلک ترې شکايتونه کوي.
په دې اړه احمدزي وويل : ((سمه ده دا ستونزه مخکې په شمال کې موجوده وه، خو اوس حل شوې ځکه ، چې د شمال ولايتونو د سيمه ييزه پوليسو په ليکو کې ډير زيات بدلونونه راغلل.))
هغه وايي ، چې له يوه سيمه ييز پوليس سره د يوه کال لپاره تړون کيږي او تر هغه وروسته يې تړون تمديد او يا هم لغوه کيږي .
د سيمه ييزو پوليسو قوماندان زياته کړه ، چې په شمال کې ځينې قومي بانفوذه کسانو هم يا په شعوري او يا په غير شعوري ډول هڅه کوله ، چې له سيمه ييزو پوليسو څخه ناوړه ګټه پورته کړي ، چې اوس يې تر ډيره بريده مخه نيول شوې ده .
ده له خلکو غوښتنه وکړه ، چې د سيمه ييزو پوليسو او ملېشه ترمنځ توپير وکړي ، ځکه سيمه ييز پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکات کې فعاليت کوي او مليشه غيرمسوول وسلوال کسان دي .
هغه زياته کړه : ((زموږ تر ټولو عمده ستونزه هم د همدې ملېشه وو شتون دى، ځکه ځينې غيرقانوني کارونه دوى کوي ، خو بيا خلک فکر کوي ، چې دغه کار سيمه ييزو پوليسو کړى دى .))
د سيمه ييزو پوليسو د چارواکيو د معلوماتو له مخې، دم ګړۍ دهيواد په ١٠٠ولسواليو کې سيمه ييز پوليس فعاليت کوي او د ١٤٤ ولسواليو لپاره يي تشکيل منظور شوى دى .
احمدزې وايي ، چې د خلکو له غوښتنې سره سم د کورنيو چارو وزارت هڅه کوي ، چې د سيمه ييزو پوليسو شمېر له ٢٠٢٢٧تنو څخه ٣٠ زرو ته لوړه کړي .
هغه دا هم وويل ، چې له ٢٠١٤ کال وروسته به افغانستان د سيمه ييز پوليسو د اکمالاتو له برخې پرته په نورو برخو کې هېڅ ډول ستونزې ونه لري .
احمدزى وايي : ((سيمه ييز پوليس زياتره په هغو ولسواليو کې دي ، چې لرې پرتې دي، خو اوس يې په اکمالاتو کې ځکه ستونزې نه لرو ، چې په لويه پيمانه له افغانستان سره مرستې کيږي.))
هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل ، چې نړيوالو مرستندويانو ژمنه کړې ، چې تر ٢٠١٩ کاله پورې د سيمه ييزو پوليسو په تجهيز ، روزنه او تمويل کې مرسته کوي .
ده زياته کړه : ((له هغه وروسته به افغانستان انشالله په خپلو پښو ولاړ وي او وبه کولاى شي ، چې خپل ځواکونه له خپلې بوديجې تمويل کړي .))
د احمدزي په وينا، سيمه ييزو پوليسو ته د روزنې ترڅنګ حرفوي زده کړې هم وروکول کيږي ، ترڅو وکولاى شي ، چې د خپلې حرفې له لارې هم خدمت وکړي .










