لښکرګاه (پژواک ١٨سلواغه٩١): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د کرنې او وترنرۍ د انسټيټيوټ ليليه او الحاقيه ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د دغو ودانيو د پرانيستې پرمهال د پوهنې وزير ډاکټر غلام فاروق وردګ وويل، دا ودانۍ د بريتانيا د يو ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د تېرو دوو کلونو په موده کې جوړې شوې دي.
د ده په خبره، د دې انسټيټوټ درسي بلاک مخکې په دوو پوړونو کې جوړ شوى و، خو ليليه، کتابتون، لابراتوار، جومات او نور ملحقات يې نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
د پوهنې وزير زياته كړه، دغه انسټيټوټ تر څوارلسم ټولګي پورې د دوه زره او څلورسوه زده كوونكو لپاره د زده كړې اسانتياوې برابروي.
وردګ وويل، دا چې هلمند يو کرنيز ولايت دى، نو له دې امله به د مركز په ګډون په بېلابېلو برخو کې يې د کرنې او مالدارۍ لپاره مسلکي مرکزونه جوړ او امكانات ورته برابر شي.
د هغه د معلوماتو له مخې، دا انسټيټوټ په ١٧ جريبه ځمکه کې د هلمند سيند په غاړه جوړ شوى او اوس مهال په کې شاوخوا درې سوه زده کوونکي په مسلکي زده کړو بوخت دي.