Language

لښكرګاه (پژواك ۲۶ سلواغه ۹۱): چارواکي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يوه کس خپله ورېندار وژلې او ورور يې ټپي کړى دى.

د سنګين ولسوال محمدشريف د سلواغې په ۲۶مه پژواك اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار د دغې ولسوالۍ د څاروان  كلا د ماليزو په کلي كې رامنځ ته شوې ده.

د هغه په وينا، ياده پېښه د كورنيو ستونزو له امله رامنځ ته شوې او بريدكوونكى له سيمې په تېښته بريالى شوى دى.

نوموړي زياته کړه، چې سيمې ته د څېړنې په موخه پلاوى رسېدلى او نور جزئيات به يې وروسته په ډاګه شي.

د يادونې ده، دا په خپل ډول کې لومړۍ پېښه ده، چې په هلمند ولايت کې رامنځته کېږي.

Related Topics