لښکرګاه (پژواک ٢٦ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې وسلوالو طالبانو يو ښوونځى سوځولى او وروسته يې ماينونه په کې ځاى پر ځاى کړي وو.
د ګرشک ولسوال غيرت وزيري د سلواغې په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته د دې ولسوالۍ په بازار کې وسلوالو طالبانو يو منځنى ښوونځى سوځولى او بيا يې ماينونه په کې ځاى پر ځاى کړي وو، چې سهار د ملي امنيت پر کارکوونکو وچاودېدل.
د هغه په وينا، په دغو چاودنو کې د ملي امنيت دوه افسران ټپيان شوي او روغتيايي حالت يې ښه دى.
نوموړي زياته کړه، چې وسلوالو طالبانو لومړى تېره شپه د ښوونځي ساتونکي تړلي وو او وروسته يې ښوونځي ته اور اچولى دى.
د هلمند د پوهنې رييس محمدنسيم ساپي پژواک اژانس ته دغه پېښه ومنله او زياته يې کړه، چې دغه ښوونځى ٣٣١٤ زده کوونکي لري او په دوو وختونو کې به ورته راتلل.
نوموړي اندېښنه وښوده، چې دغه پېښه د ولسوالۍ له ودانۍ سره نږدې، په بازار کې شوې او امنيتي ځواکونه، نه دي توانېدلي، چې مخنيوى يې وکړي.
هغه له امنيتي چارواکو وغوښتل، چې په دې اړه جدي پلټنې وکړي او عاملين يې ژر تر ژره پيدا کړي.
د پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.