Language

د هلمند امنيه قوماندان  د انډېپېنډېنټ ورځپاڼې راپور رد کړ

لښکرګاه (پژواک ٧ کب ٩١): د هلمند امنيه قوماندان د برېتانوۍ ورځپاڼې انډيپېنډېنټ هغه راپور رد کړ، چې ګواکې د هلمند پوليس کمزوري دي او په نشه اخته دي.

يادې ورځپاڼې دوه ورځې وړاندې په خپل يو راپور کې ليکلي و، چې په هلمند کې پوليس دومره کمزوري دي، چې تر ٢٠١٤ کال وروسته به د امنيت په ساتلو ونه توانيږي.

په ورځپاڼه کې راغلي و، چې د هلمند ډېرى پوليس  په نشه يي توکو روږدي دي او په ځانګړي توګه د دغه ولايت په سنګين ولسوالۍ کې پوليس د خلکو اولادونه په زور خپلو پوستو ته  بيايي او په انسان  تښتونو کې لاس لري.

د دغو څرګندونو په اړه د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام نن (د کب ٧ مه) په يوه  خبري ناسته کې د هلمند پر پوليسو ټول لګېدلي تورونه رد کړل او پر يادې ورځپاڼې يې تور ولګاوه، چې له ژورنالېستيکي اصولوڅخه يې سرغړونه کړې ده.

د هغه په وينا، بايد د دې ورځپاڼې مسوولينو له دوى سره هم خبرې کړې واى، څو يې د خپل راپور لپاره حقيقت موندلى واى.

نوموړي زياته کړه، همدا اوس مهال د دغه ولايت په ټولو هغو برخو کې، چې واک يې له افغان  دولت سره دى، امنيت تر هغه وخت ډېر ښه دى، چې بهرنيان  په کې مېشت وو.

د الهام په خبره، ټول هغه پوليس، چې اوس پر دنده بوخت دي، تر ډېرو پلټنو او طبي معايناتو وروسته يې دوى د پوليسو په ليکو کې مني او له همدې يې ډېر پوليس په نشه يي توکو روږدي نه دي او که وي هم، ډېر کم دي.

دى وايي: ((د هلمند په ټولو ولسواليو کې ټولنيزې، کليوالي او نورې شوراګانې شته، له همدې امله که چېرې پوليس کوم جرم وکړي، پټ نه پاتې کېږي او خلک يې موږ ته په اړه شکايت کوي.))

امنيه قوماندان له ټولو بهرنيو خبريالانو وغوښتل، چې که غواړي په هلمند کې په  کومو موضوعاتو کار وکړي، له ځايي مسوولينو او ټولو خواوو سره دې پرې غږيږي.

نوموړي وويل، چې پوليس يې مسلکي شوي دي، تر پخوا يو څه تجهيز هم دي، چې له امله  يې امنيتي او جنايې پېښې کمې شوې او خلک د هوسا ژوند په لور راګرځېدلي دي.

Related Topics