لښکرګاه (پژواک ٧ کب ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې د سړک غاړې ماين چاودنې له امله درې ملکي وګړي ووژل شول او شپږ ټپيان دي.
د مارجې ولسوال محمد فهيم موسى زي د کب په ٧ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د دغې ولسوالۍ په يازده سيمه کې رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، د ملکي خلکو يو سراچه موټر په سيمه کې روان و، چې د طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين پرې وچاودېد او ياده مرګ ژوبله يې رامنځ ته کړه.
نوموړي زياته کړه، چې د پېښې ټپيان د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د لښکرګاه ايمرجنسي روغتون يوه مسوول پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته له پېښې شپږ ټپيان راوړل شوي، چې دوه ماشومان، د ماشومانو مور او پلار او دوه نور سړي په کې دي.
د هغه په وينا، د ماشومانو پلار او يو بل کس يې رخصت کړي، خو د نورو ټپونه ژور دي او تر درملنې لاندې دي.
د پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.