هرات ښار (پژواک ٨ کب ٩١): د هرات په شينډنډ ولسوالۍ کې ګڼ شمېر هغو طالبانو ته د حرفوي زده کړو روزنيز کورس پيل شو، چې په دې وروستيو کې د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.
په لوېديځ زون کې د سولې عالي شورا د دارالانشاء مسوول احمد يما اميني د کب په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې دغه شپږ مياشتنى کورس د سولې عالي شورا په مالي لګښت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو وزارت له خوا عملي کېږي.
نوموړي د دغه کورس د لګښت د څومره والي په اړه څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې په دغه کورس کې به سلو تنو ته چې پنځوس يې د سولې له پروسې سره يوځاى شوي وسلوال طالبان دي، حرفوي زده کړې ورکړل شي.
د هغه په وينا، په ياد کورس کې د ګرځنده موبايل، د موټرو د ماشين، موټر سايکلونو او د نورو ساختماني کارونو روزنه هم ورکول کېږي.
د اميني په خبره، په کورس کې د نارينه وو ترڅنګ له دولت سره د يو ځاى شوو طالبانو د کورنۍ ښځينه غړو او ماشومانو ته هم د غالۍ اوبدلو او لاسي صنايعو روزنه ورکول کېږي.
د ملا داوود په نوم يوه پخواني طالب او د دغه کورس زده کوونکي پژواک اژانس ته وويل، چې پنځه کاله وړاندې له طالبانو سره يو ځاى شو او يوه مياشت د مخه د سولې عالي شورا په منځګړيتوب له دولت سره يو ځاى شوى دى.
ده زياته کړه، چې د جګړو پر مهال يې پرته له فقر او بدمرغۍ خپلې کورنۍ او ځان ته بل څه ترلاسه نه کړل.
نوموړي زياته کړه: ((اوس چې په دغه کورس کې د زده کړې زمينه راته برابره شوه، خوشاله يم، په دغه ډول به له يوې خوا سالمه بوختيا راته پيدا شي او له بل پلوه به د مسلک خاوند شم.))
د يادونې ده، د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپى وايي، چې په روان لمريز کال کې ۳۸ ډلې طالبان له دولت سره يو ځاى شوي، چې شمېر يې شاوخوا ٥٠٠ ته رسېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن