لښكرګاه (پژواك ١٢ كب۹۱): د هلمند د مارجې ولسوالۍ اوسېدونکي ادعا لري، چې د ملي اردو د سرتېرو په ډزو يوه نجلۍ وژل شوې ده.
د مارجې د تريخ ناور سيمې اوسېدونکى او د وژل شوې نجلۍ پلار عبدالکريم د کب په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار ناڅاپه د ملي اردو له نږدې پوستې د ده پر ١٤کلنۍ لور زردانې ډزې وشوې، چې له امله يې ووژل شوه.
د دې سيمې يوه اوسېدونکي محمدظريف وويل، چې په ياده سيمه کې هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته، خو د ملي اردو سرتېري بې ځايه ډزې کوي او د خلکو ژوند يې تريخ کړى دى.
نوموړي له چارواكو څخه غوښتنه وكړه، چې د دې پېښي څېړنه وكړي او عاملينو ته يې د قانون له مخې سزا وركړي.
د هلمند امنيه قوماندان سمونوال عبدالنبي الهام بيا وايي، د دې پېښې د څېړنې په موخه يې سيمې ته پلاوى لېږلى، ترڅو د پېښې څرنګوالى په ګوته کړي.
پژواک هڅه وکړه چې په دې اړه د ملي اردو د چارواکو نظر واخلي، خو بريالى نه شو.