لښکرګاه ( پژواک ۱۵ کب ۹۱ ) : د هلمند په زندان کې د بندیانو او مسوولینو ترمنځ تر خبرو اترو ورسته رامنځته شوې ستونزه هواره شوي او بندیانو برمته شوي کسان خوشې کړل.
دغه ستونزه وړمه ورځ رامنځته شوې وه، چې یو شمیر بندیانو په زندان کې یو شمیر خپل روزونکي، ډاکټران،دوه پولیس او د محبس نور کارکوونکي برمته کړل.
دوی د زندان یو شمیر برخو ته زیان هم رسولی و او له ځانه سره یې اوسپنې او لرګي هم ساتلي وو.
دزندان یوې سرچینې چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله،د کب په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا ستونزه وروسته له هغه رامنځته شوه، کله چې له کابل څخه یو شمیر مهم طالب بندیان دې زندان ته راوړل شوي وو.
سرچینې زیاته کړې چې ددې بندیانو له راتګ سره سم نور بندیان یې احتجاج ته وهڅول چې ګوندې ددوی ستونزې دې هوارې کړي شی، بندیانو ویل چې ټوله ورځ په کوټو کې بندساتل کیږي.
پرون د امنیتي ځواکونو او بندیانو ترمنځ نښته کې شپږ پولیس هم ټپیان شوي وو او نن ګڼ شمیر نور امنیتي ځواکونه دغه زندان محاصره کړی و.
ددې دستونزې د هواري لپاره نن له کابل څخه هم د وکیلانو او چارواکو په ګډون یو پلاوی راغلی او د هلمند له قومي مشرانو سره یې ځای له بندیانو سره خبرې وکړې.
ددې پلاوي یوه غړي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې د شپې په لسو بجو خبرې اترې بریالۍ شوې او بندیانو برمته شوي کسان خوشې کړل.
سرچینې زیاته کړه چې مسوولینو هم پر زندان بریښنا خوشې کړي او اوس ورته د ډوډۍ ورکولو تابیا نیول کیږي.