Language

فلمي لوبغاړى مجنون يار هلمندى ووژل شو

لښكرګاه (پژواك ٢٠ كب ۹۱): په هلمند كې د ايساف هوايي بريد د دغه ولايت يو فلمي لوبغاړى نظرمحمد مجنون يار هلمندى او درې د دولت وسله وال مخالفين وژلي دي.

دغه خبره د وژل شوي فلمي لوبغاړي ورور دلاور د كب په ٢٠ پژواك خبري اژانس ته وكړه.

نوموړي زياته کړه، چې مجنون يار پرون غرمه ۱۲ بجې د لښكرګاه اړوند خوشكابې سيمې ته د ناروغې خور پوښتنې ته تللى و.

د دلاور په وينا، مجنون يار په  ياده سيمه كې طالبانو د هويت له كارت او اسنادو سره نيولى  و.

هغه وايي، چې طالبانو په ياده سيمه كې له نوموړي څخه  پلټنې كولې چې پر  همدې مهال د ايساف ځواکونو هوايي بريد کړى او له امله يې مجنون يار له درېيو طالبانو سره يو ځاى وژل شوى دى.

د مجنونيار هلمندي ورور وايي، چې له همدې سيمې څخه  له هوايې بريده  څوشېبې وړاندې يو كس ورته  ټيلېفون وکړ، چې طالبانو يو تن د جاسوسۍ په تور نيولى، خو وروسته معلومه شوه، چې هغه جاسوس نه بلکې د ده ورور دى.

ده زياته کړه: ((كه  څه هم د ورور جسد يې ټوټه ټوټه شوى و او د پېژندلو نه و، خو د هغه له جامو او څپليو مو وپېژاند، څلور بجې وې، چې کور ته مو ولېږداوه.))

د هلمند د امنيه قوماندانۍ  مطبوعاتي دفتر دغه هوايي بريد تاييدوي خو وايي، چې په دغه بريد کې د محمد عالم په نوم يو سيمه ييز طالب قوماندان وژل شوى دى.

د قوماندانۍ د چارواكو په خبره، كېداى شي همدغه فلمي لوبغاړى هم په همدې پېښه كې وژل شوى وي.

د يادولو ده،  نظرمحمد مجنون يار هلمندي په تېرو څو كلونو كې ۱۳ بېلابېل فلمونه، چې د نشه يي توكو، فساد، ترهګرۍ او نورو دې ته ورته  برخو پر ضد يې پيغامونه لېږدول، جوړ کړي دي.

Related Topics