Language

د هلمند په دوو پېښو کې ٧ عام وګړي ووژل شول

لښکرګاه ( پژواک ٢٢ کب ٩١ ) : د هلمند ولايت په دوو امنيتي پېښو کې ددرېيو ښځو په ګډون ٧  عام وګړي وژل شوي دي.

دا پېښه ددې ولايت په خانشين او موسى کلا ولسوليو کې رامنځته شوې دي.

د خانشين ولسوال شاه محمود مير د کب په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ماښام د ملکي وګړو پر يوه ټراکټور د وسله والو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوى ماين چاودېدلى دى .

هغه زياته کړه ، چې ددې چاودنې له امله پنځه  ملکي وګړي وژل شوي، چې يوه ښځه او څلور يې نارينه دي.

نوموړى وايي ، چې وژل شوي کسان د همدې ولسوالۍ اوسېدونکي وو او له يوه کلي څخه بل کلي ته روان وو.

بلخوا د هلمند د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي ، چې پرون تر غرمې وروسته د وسله والو طالبانو له خوا توغول شوې د راکټ مرمۍ پر يوه کور لګېدلې ده.

سرچينې پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه نجونې وژل شوي او يوه ښځه ټپي شوې ده.

مطبوعاتي دفتر وايي، چې ټپي مېرمن  روغتون ته وړل شوې، خو دهغې د روغتيايي حالت په اړه يې څه نه دي ويلي.

وسله والو طالبانو تر اوسه ددواړو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده ، چې په دې وروستيو کې يو ځل بيا د ملکي تلفاتو کچه لوړه شوې ده، ملګرو ملتونو تېره مياشت پخپل راپور کې وويل ، چې تېر کال په افغانستان کې شاوخوا اوه زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې  وه.

دغې نړيوالې ادارې ويلي ، چې   ددې مرګ ژوبلې شاوخوا ٨٠ سلنه د وسله والو مخالفينو له خوا اوښتې، خو طالبانو دا راپور رد کړى و.

Related Topics