Language

لښکرګاه (پژواک،٢٣کب٩١): د هلمند په موسى کلا ولسوالۍ کې يو قومي مشر د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو.

د موسى کلا ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، د حاجي عبدالقادر په نوم قومي مشر، چې نن مازيګر څلور بجې د ولسوالۍ مرکز ته نږدې د خپل کور په لوري روان و، په ډزو وژل شوى دى.

 سرچينې زياته کړه، نوموړي قومي مشر له چا سره شخصي دښمني نه درلود، خو د ولسوالۍ په ټولنيزې  شورا کې يې غړيتوب درلود.

خو د هلمند د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمداسماعيل هوتک پژواک ته وويل، چې عبدالقادر د ټولنيزه شورا د غړيتوب ترڅنګ د سيمه ييزو پوليسو قوماندان هم و، چې پر پوستې يې وسله وال بريد شوى او نوموړى په کې وژل شوى دى.

هوتک وايي، تر بريد وروسته د دولت وسله وال مخالفين له سيمې تښتېدلي، خو پوليسو يې د نيولو په اړه پلټنې پيل کړې دي.

د سيمي يوه اوسېدونکي عبدالستار هم وويل، چې وژل شوى قومي مشر په سيمه کې مخور شخص و او له چا سره يې دښمني نه درلوده.

د هغه په خبره، قادرخان د موسى کلا ولسوالۍ د غونډۍ سيمې اوسېدونکى او له دولت سره يې د امنيت او پرمختګ په برخو کې ونډه درلوده، چې ښايي له همدې امله د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا په نښه شوى وي.

د يادونې ده چې تردې وړاندې هم، د موسى کلا د ټولنيزې شورا يو شمېر غړي وژل شوي دي.

Related Topics