لښکرګاه (پژواک ٢٣ کب ٩١): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې د ايساف دوه سرتېري ټپي شوي او د کابل – هرات پر لويه لاره يې پول زيانمن کړى دى.
د ګرشک امنيه قوماندان سمونيار ښادي خان د کب په ٢٣مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره ورځ له غرمې وروسته د ياد پله پر سر د ايساف پر يوه ټانک د ماين چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، په دې چاودنه کې د ايساف دوه سرتېري ټپيان شوي او د هغوى خپل روغتون ته لېږدول شوي دي.
ولسوال وايي، د دې ترڅنګ د چاودنې له امله د هلمند سيند پر سر د جوړ پله يوه برخه هم زيانمنه شوې ده.
قوماندان وويل، چې د دې چاودنې له امله د کندهار–هرات لويه لاره د درېيو ساعتونو لپاره د ترافيکو پر مخ تړلې وه.
ښادي خان زياته کړه، چې پله ته د پام وړ زيان نه دى اوښتى؛ ځکه په لږ وخت کې ترميم شو او د ترافيکو په مخ يې لاره خلاصه کړه.
د ګرشک ولسوالۍ يوه اوسېدونکي عبدالمالک پژواک اژانس ته وويل، چې پر ياد پول هره ورځ زرګونه موټر تګ راتګ کوي او په زيانمېدو يې خلکو ته ستونزې پيدا شوې دي.
ايساف وايي، چې په ياده ولسوالۍ کې له چاودنې خبر دي، خو دوى د مرګ ژوبلې اوښتو خبره ردوي.
وسله والو طالبانو د ګرشک د چاودنې په اړه څه نه دي ويلي، خو په نوزاد ولسوالۍ کې يې د درېيو بهرنيو سرتېرو د وژلو ادعا کړې ده.