هرات (پژواک ٢٥ کب٩١): په هرات کې امنيتی چارواکي وايي، څلور وسلوال يې هغه مهال نيولي ، چې د شينډنډ ولسوالۍ پر نظامی هوايي ډګر يې بريد ته ځانونه چمتو کړي وو.
په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ وياند ډګروال نستو ناصري نن پژواک ته وويل ، چې دغه طالبان يې تېره شپه د شينډنډ ولسوالۍ په کالفت نومي کلي کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ونيول.
ناصري وويل، چې په عملياتو کې ملکي او نظامي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى او وسلوال له مقاومت پرته له چاودېدونکو توکو او وسلو سره نيول شوي دي.
هغه د نيول شويو وسلو په اړه معلومات ورنکړل.
دغه کلى د شينډنډ له هوايي ډګر څخه ، چې دا مهال ناټو ځواکونه پکې مېشت دي، شاوخوا ٢٠ کيلومتره لرې دى.
د ملي اردو ځواکونو دوه اونۍ وړاندې هم په شينډنډ کې عمليات کړي وو، چې د ملاعبدالغني په نوم يې د طالبانو د يوې شل کسيزې ډلې مشر نيولى و .