Language

ايساف د واشير ټولنيزې شورا درې غړي نيولي

لښکرګاه (پژواک ٢٦ کب ٩١): د هلمند د واشير ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي، چې لښکرګاه ته په احتجاج راغلي وو، ادعا کوله، چې ايساف ځواکونو يې د شورا درې غړي نيولي دي.

دغه  خلک، چې شمېر يې شاوخوا سلو تنو ته رسېده، تيره ورځ لښکرګاه ښار ته د احتجاج په توګه راغلي وو او د يادو کسانو د خوشې کولو غوښتنه يې کوله.

د حاجي عزيزاحمد په نوم د واشېر يوه قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه کسان د نيمروز دلارام ولسوالۍ ته په مېلمستيا تللي وو، چې تېره اونۍ ايساف ځواکونو د عملياتو پر مهال نيولي دي.

هغه زياته کړه، چې نيول شوي کسان ملک فيض محمد د ټولنيزې شورا خزانه دار، حاجي عظيم د انکشافي شورا مرستيال او او عبدالستار د همدې شورا منشي دي.

دغه قومي مشر وويل، دوى په ياد شمېر کسان د دې لپاره  لښکرګاه  ته راغلي، چې له ځايي چارواکو سره وګوري او د نيول شوو کسانو د جرم اثبات ترې وغواړي او يا دې هغوى راخوشې کړي.

د نوموړي په وينا، په ولسوالۍ کې يې نه ايساف او نه هم دولت د امنيت په برخه کې کوم کار کړى دى، خلکو د خپلې سيمې امنيتي په خپله نيولى دى.

د محمداسماعيل په نوم يوه بل قومي مشر وويل، په نيول شوو کسانو کې يې ورور، چې د انکشافي شورا مرستيال دى، هم شامل دى.

نوموړي له چارواکو غوښتنه وکړه، چې نيول شوي کسان دي راخوشي کړي، که نه دوى به د دولت پر ضد لاريونونه  پيل کړي.

د دغه ولايت يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې  ياد کسان د لښکرګاه زندان ته لېږل شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې له نيول شوو کسانو پوښتنې پيل شوې، که چېرې بې ګناه ثابت شول، خوشې به شي.

دا کسان په داسې حال کې نيول شوي چې ولسمشر کرزي تېره اونۍ لښکرګاه ته د سفر پر مهال قومي مشرانو ته وويل، چې ايساف بې ګناه کسان په بګرام زندان کې ساتلي او ډېر ژر به يې ټول خوشې کړي.

ايساف وايي، چې دوى تېره اونۍ د نيمروز په خاشرود ولسوالۍ کې عمليات کړي او پنځه کسان يې نيولي دي.

سرچينې پژواک ته وويل، چې په نيول شوو کې د طالبانو يو همکار او څلور نور وسله وال مخالفين نيول شوي دي.

Related Topics