منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

“غواړم پيلوټه شم او هېواد ته خدمت وکړم”

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۸ کتنې

کابل (پژواک ٢٧ کب ٩١): “که رانه وغوښتل شي، نو حاضره يم، چې د هېواد په ناامنو ولايتونو کې هم حتى د خپل سر په بيه دنده ترسره کړم؛ ښځې بايد خپله زړورتيا او وړتيا څرګنده کړي او ښکاره کړي، چې کولاى شي د نارينه وو غوندې خدمت وکړي.”

دا دويمې بريدمنې صفيې خبرې دي، چې له تېر يو نيم کال راهيسې له هوايي ځواکونو سره يو ځاى شوې او دا مهال د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د پيلوټۍ زده کړې کوي.

نوموړې د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکې ده او له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل: “يوه ښځه هم کولاى شي د نارينه غوندې د هوايي چلند کار کوونکې، پيلوټه، ښوونکې او ډاکتره شي، ښځه هم کولاى شي په ټولنه کې د يوه نارينه غوندې رول ولري او زما هم خوښېږي، چې په راتلونکې کې يوه ښه پيلوټه شم، څو وکولاى شم هېواد ته مې له دې لارې خدمت وکړم.”

صفيه چې تر اوسه ٢١ کلنه ده او پيلوټۍ ته نومانده ده، زياتوي، چې د زده کړو دوره يې يو کال وروسته بشپړېږي او خوښه ده، چې هغه وخت به د افغانستان په هوايي ځواک کې د پيلوټې په توګه دنده اجرا کوي.

دغې نجلۍ خپلې زده کړې د کابل په زينب کبرا لېسه کې بشپړې کړي او د خپلې مينې، علاقې او کورنۍ د هڅونې له مخې هوايي ځواک ته د خدمت لپاره راغلې ده.

هغې په ملي اردو کې دنده له خطره ډکه وبلله او ويې ويل: “که له مانه وغوښتل شي، نو حاضره يم چې د ناامنو ولايتونو په ګډون په ټولو ولايتونو کې دنده اجرا کړم، حتى که د سر په بيه هم راته تمامه شي.”

اوسمهال يواځې يوه ښځه د افغانستان په کچه په هوايي ځواک کې شتون لري او د پنځو ښځو په ګډون له ١٠٠ زيات کسان له هېواده بهر د هوايي ځواکونو په بېلابېلو څانګو کې تر روزنې لاندې دي.

درې تنه نور هم د هرات په شينډنډ هوايي ډګر کې د پيلوټۍ په برخه کې روزل کېږي او نږدې ٥٠ ښځې د هوايي ځواک د پيلوټۍ، انجينرۍ او ادارې برخو کې دندې اجرا کوي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال د ملي اردو شمېر نږدې دوه سوه زرو تنو ته رسېدلى، چې له دې ډلې زر تن يې ښځې دي.

د دغه وزارت له پاليسۍ سره سم به په تدريجي ډول د ملي اردو د کميت ١٠ سلنه له ښځو جذب شي.

دويمه بريدمنه فاطمه حسيني يوه له هغو افسرانو څخه ده، چې همدا مهال د ملي اردو په ښوونيز مرکز کې د مسلکي استادې په توګه دنده اجرا کوي.

هغې وويل، چې له تېر يوه کال راهيسې د ملي اردو له ليکو سره يوځاى شوې ده، په دې موده کې يې مسلکي درسونه لوستي او اوسمهال د بشري سرچينو په مسلک کې د ټولي د قوماندان دنده اجرا کوي.

هغې هم له دغه مسلک سره خپله مينه او د کورنۍ هڅونه ملي اردو ته د خپل راتګ لامل وباله او پژواک ته يې وويل: “خوښېږي مې، چې له نورو ښځو دې بدله وم، ياني زما دنده بايد تکراري نه وي او د نورو هغو ښځمنو نه متفاوته وم، چې خپلواکې نه دي.”

دې افسرې له کورنيو وغوښتل، چې خپلو لوڼې ملي اردو ته د ورتګ لپاره وهڅوي، روښانفکره دې وي، خپل اولادونه دې پرېږدي، چې وکولاى شي ټولنې ته له يوه اعتماد او باور سره داخلې شي او د خپلې خوښې وړ برخه کې کار وکړي.

حسيني زياته کړه: “افغانې نجونې بايد په وياړ او زړورتوب د افغان امنيتي ځواکونو له ليکو سره يو ځاى شي، خپله وړتيا دې نړيوالو ته وښيي. ښځې بايد زړورتيا ولري او ثابته کړي، چې کولاى شي د نارينه وو غوندې خلکو او ټولنې ته خدمت وکړي.”

هغې څرګنده کړه: “که موږ ته روزنه راکړل شي، حاضرې يو چې د جګړې ډګر ته ولاړې شو او له خپلو وروڼو سره اوږه په اوږه له خاورې او وطن نه دفاع وکړو.”