Language

د لښکرګاه ښاروال محمدفاضل ساپي د کب په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، دا پېښه تېر ماښام شپږ بجې په داسې حال کې منار څلورلارې ته څېرمه رامنځ ته شوې، چې د ښاروالۍ کارکوونکي د سړک په جارو کولو بوخت وو.

د ده په خبره، په دې پېښه کې د ښاروالۍ يو کار کوونکى ځاى پر ځاى مړ شوى او دوه نور ټپيان دي.

ښاروال زياته کړه، دغه کسان په تراکتور وهل شوي او چلوونکى يې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې پوليس و، چې تر پېښې وروسته نيول شوى او دمګړۍ تر پوښتنو لاندې دى.

 هغه وايي، د ښاروالۍ کارکوونکي د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکي دي او د بې وزلۍ له امله  يې په لښکرګاه کې له خپلو اولادونو سره ژوند کاوه.

د ساپي په وينا، دوى به د وژل شوي کس له کورنۍ سره مرسته وکړي، خو بيا هم له اړوندو مسوولينو غواړي، چې د يادې پېښې په اړه په پلټنو کې له عدالت څخه کار واخلي.

د لښکرګاه د ترافيکو مدير خيرمحمد شجاع وايي، دا پېښه د تراکتور د چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوې، چې له امله يې د ښاروالۍ يادو کارکوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون کارکوونکي وايي، چې له دې پېښې ورته دوه ټپيان او يو مړى وروړل شوي وو، خو تر لومړۍ درملنې وروسته ټپيان د بست روغتون ته ولېږدول شول او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ وښود.

Related Topics