منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.و
۱۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي ليکې د جوړېدو تفاهم لیک لاسلیک شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۵۷ کتنې

کابل ( پژواک ٣٠ کب ٩١ ) : د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ترمنځ د اورګاډي ليکې د جوړېدو تفاهم لیک لاسلیک شو

له ارګ څخه د کب په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر حامدکرزي ترکمنستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ، په عشق آباد کې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د ولسمشرانو په درې اړخیزه ناسته کې ګډون وکړ.

سرچينې زياته کړې ، چې د دغې ناستې په پای کې د درې واړو هېوادونو د ولسمشرانو له خوا له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اوسپنېيزې ليکې د غځېدو تفاهملیک لاس لیک شو.

د دغه تفاهم لیک له مخې، د درې واړو لورو د اړوندو وزارتونو متخصصین به د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د یوې میاشتې په دننه کې د دغې ليکې د تخنیکي، حقوقي او مالي اساساتو جزئیات وڅیړي.

سرچينه زياتوي، چې د اوسپنې د دغې ليکې عملي کار، چې ترکمنستان، افغانستان او تاجکستان به سره ونښلوي، د روان میلادي کال د جولای په لومړيو کې  پیلیږي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د اوسپنې دغه ليکه به د ترکمنستان د اتامراد له سیمې څخه پیل شي او د افغانستان پولې ته نږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوى د سیمې په تګلوري کې دوام ومومي او وروسته به د کندوز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.

د دغه تفاهم لیک له لاسلیک وروسته د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان ولسمشرانو په یوه ګډه خبري ناسته کې ګډون وکړ او دغه پروژه یې د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګرۍ د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه وبلله.

ولسمشر حامد کرزي په دغه خبري ناسته کې وویل:” د اوسپنې د دغې ليکې جوړیدل به نه یواځې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونه سره ونښلوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او د سیمې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.”

هغه زیاته کړه: ” د دغه تفاهم لیک په لاس لیک سره مو د خپلو خلکو د ښیګڼې لپاره یوځل بیا یو بل ګام پورته کړ، چې له شک پرته به زموږ د درې واړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې لامل شي او دوی ته به ښه راتلونکي په سوغات راوړي.”

ټاکل شوې ده چې ولسمشر سبا په عشق اباد کې د نوروز په نړیوال جشن کې ګډون وکړي .