Language

د وسله والو په بريد کې يوه مور له خپلې ماشومې لور سره ووژل شوه

لښکرګاه (پژواک ٣ ورى ٩٢): د هلمند د سنګين ولسوالۍ اوسېدونکي او مسوولين وايي، چې د وسله والو طالبانو له خوا پر يوه ملکي موټر بريد کې يوه ښځه او د هغې ماشومه لور وژل شوې ده.

د سنګين د څاروان کلا د سيمه ييزو پوليسو قوماندان نعمت الله د وري په  ٣مه  پژواک اژانس ته وويل، چې پېښه نن سهار نهه نيمې بجې په داسې حال کې رامنځته شوه، کله چې د سيمې اوسېدونکي په يوه کرولا موټر کې لښکرګاه ته روان وو.

هغه زياته کړه، چې وسله والو طالبانو پر ياد موټر د ګرشک ولسوالۍ په کمپرک مانده سيمه کې بريد کړى، چې له امله يې يوه ښځه او يوه ماشومه وژل شوې ده.

د نوموړي په وينا، بريد کوونکي درې تنه وو، موټر ته يې د درېدو اشاره کړې وه، خو چې نه و درېدلى، ډزې يې پرې کړې دي.

نعمت الله وايي، چې په دغه موټر کې نورو سپرليو ځانونه د پوليسو پوستې ته رسولي دي.

هغه زياتوي، چې ياده کورنۍ په لښکرګاه کې د خپلوانو کور ته روانه وه.

په ياده پېښه کې د وژل شوو کسانو مړي د سيمو اوسېدونکو لښکرګاه ته د احتجاج په توګه راوړي وو.

د سنګين د ټولنيزې شورا غړي عليشاه خان پژواک اژانس ته وويل، د عامه نظم پوليس يواځې  خپل ځانونه  ساتي، د سړک او خلکو ساتنه  نه کوي.

نوموړي زياته کړه، چې ياده پېښه د پوليسو پوستې ته په څو مترۍ کې رامنځته شوې، خو پوليسو هېڅ اقدام نه دى کړى.

د هغه په وينا، پوليسو او طالبانو په خپلو کې پر يو بل د بريد نه کولو پرېکړه کړې او زيان يواځې عامو وګړو ته رسوي.

د هلمند ولايت مقام وايي، چې د دې پېښې د څېړنې لپاره يې يو پلاوى ټاکلى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.