غزني ښار (پژواک ۱۱ ورى ۹۲): د کابل-کندهار پر لويه لار د دوو ترافيکي پېښو له امله شپږ تنه مړه او درې نور ټپيان شول.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک خبري اژانس ته وويل، نن مازيګر د کابل-کندهار پر لويه لاره د ميدان وردګو د سالارو سيمې ته څېرمه يوه کرولا موټر له يوه باروړونکي موټر سره جنګيدلي دي.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې د دوو مېرمنو او يوه ماشوم په ګډون پنځه تنه مړه او درې نور ټپيان شوي، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
همت دغه راز وايي، چې نن له غرمې وروسته د غزني ښار د سفنديې په سيمه کې هم د ترافيکي پېښې له امله يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړى دى.
په دې وروستيو کې د کابل-کندهار پر لويه لاره ترافيکي پېښې زياتې شوي، چې لامل يې د غټو موټرو تېز تګ اوترافيکي قوانينوته نه پاملرنه بلل کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن