ژبه

اته ملکي وګړي د طالبانو له بنده راخوشې شول

محمودراقي (پژواک ١٥ ورى ٩٢):  د کاپيسا امنيه قوماندانۍ د پنځو طالبانو د نيولو او د هغوى له بنده د اتو ملکي وګړو د راخوشې کېدو خبر ورکړ.

د کاپيسا ولايت مطبوعاتي مسوول همايون راشيدي وايي، چې ياد ملکي وګړي د تګاب ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي وو.

د هغه په وينا، راخوشې شوي پنځه تنه، چې طالبانو له دولت سره د تړاو په تور نيولي وو، تېره ورځ ناوخته د افغان او بهرنيو ځواکونو په يو لړ  ګډو عملياتو کې د يادې ولسوالۍ په بدراب سيمه کې راخوشې شول.

د رشيدي په وينا، په يادو عملياتو کې پنځه طالبانو نيول شوي او يو بل يې وژل شوى دى.

هغه زياته کړه، چې په يادو عملياتو کې پنځه ميله وسله، شپږ  مخابرې او يوه اندازه چاودېدونکي توکي هم د افغان امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

ورته موضوع