منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۰۳ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی

د هرات پوليسو دوه قاتلين نيولي

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

هرات (پژواک ١٥ ورى ٩٢): چارواکي وايي، په هرات ولايت کې يې دوه هغه قاتلين نيولي، چې يوه يو زده کوونکى او بل خپله مېرمن وژلې وه.

د امنيه قوماندانۍ وياند نورخان نېکزاد د وري په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې ياده دوه نن د پوليسو له لوري په هرات ښار کې ونيول شول.

هغه زياته کړه، له دغو دوو کسانو يوه يې د الرياض په نوم د خصوصي ښوونځي زده کوونکى وژلى و او بل خپله مېرمن وژلې ده.

نېکزاد زياته کړه: ((د الرياض ښوونځي د دوولسم ټولګي زده کوونکى نجيب الله د خپل ټولګيوال له لوري وژل شوى و وژونکى يې له ښاره د وتلو پر مهال پوليسو ونيو او بل تن، چې خپله مېرمن يې وژلې وه، تر نيول کېدو وروسته مو څارنوالۍ ته وسپاره.))

په هرات کې په دې وروستيو کې د تاوتريخوالې پېښې زياتې شوې دي.