هرات (پژواک ١٥ ورى ٩٢): په هرات کې د کوکنارو د له منځه وړو کمپاين په داسې حال کې پيل شو، چې نن د شينډنډ په ولسوالۍ کې هم٦٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.
ولايتي وياند محي الدين نوري نن (د وري ١٥مه) پژواک خبري اژانس ته وويل: ((په شينډنډ کې مو د کوکنارو اړولو کمپاين پيل کړى، پرته له کومې امنيتي ستونزې يې د تراکتورونو په مرسته ٦٠ جريبه کوکنار واړول.))
نوري زياتوي، که څه هم د ټول ولايت په کچه سږ کال ډېر کوکنار کم کرل شوي، خو د ملګرو ملتونو د مخدره توکو د مخنيوي پروګرام په مرسته يې دا معلومه کړې، چې په هرات کې سږ کال پر ٢٠٠٠ جريبه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
د شينډنډ اوسېدونکى حاجي ميرخان، چې پر خپله دوه جريبه ځمکه يې کوکنار کرلي و، خو د کمپاين کسانو يې ټول کوکنار ورته واړول.
نوموړى وايي، ده هيله لرله، چې په مني کې به د کوکنارو حاصلات واخلي او له دې سره به يې بېوزلي هم ختمه شي، خو دا هيله يې په اوبو لاهو شوه.
هغه وايي: ((که حکومت د کوکنارو کرونده نه پرېږدي نو خلکو ته دې د کرنې په برخه کې نور شرايط برابر کړي، اصلاح شوى تخم او کيمياوي سره دې ورکړي او د اوبو بندونه دې ورته جوړ کړي.))
د سيمي يوه بل اوسېدونکي خيرا لله پژواک ته وويل: (( چارواکي دې د سيمې د خلکو اړتياوو ته وګوري بيا دې د کوکنارو فصلونه خراب کړي.))
دي زياتوي، دوى کوکنار د دې لپاره نه دي کرلي، چې قانون تر پښو لاندې کړي او د حکومت پر ضد کار وکړي بلکې د خپلې بېوزلۍ د ختمېدو لپاره يې کرلي دي.
ولايتي وياند نوري ژمنه وکړه، چې تر خپله وسه به د کروندګرو ستونزو ته ځواب ووايي او د کرنې په برخه کې به ورسره مرسته کوي.
تر دې مخکې د سوېلي حوزې په نورو ولايتونو کندهار او هلمند کې هم د کوکنار اړولو کمپاين پيل شوى و.










