ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

موسى زى : د پاکستان دعملي اقداماتو غوښتونکي يوو

author avatar
29 Apr 2013 - 17:19
author avatar
29 Apr 2013 - 17:19

 کابل ( پژواک، ٩ غويى ٩٢) : د بهرنيو چارو وزارت د سولې خبرو د مخته بيولو او له وسله والو مخالفينو څخه دملاتړ پاى ته رسولو په برخه کې د پاکستان دچټکو او عملي اقداماتو غوښتنه وکړه او وايي ،چې نور نو په هېواد کې د سولې او ثبات خوندي کولو لپاره تشې خبرې کفايت نه کوي .

 د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسى زي نن په کابل کې په يوه خبرې غونډه کې په هېواد کې دسولې ثبات دتامين او له ترهګرۍ سره دمبارزې په برخه کې دپاکستان په صادقانه همکارۍ ټينګار وکړ او ويې ويل ، چې پاکستان بايد ترهګرۍ پاى ته رسولو لپاره عملي ګامونه واخلي .

 نوموړي، چې تېره اونۍ يې په بروکسل کې د ناټو د بهرنيو چارو د وزيرانو دغونډې په څنډه کې له درې اړخيزې ناستې څخه دافغان حکومت دغوښتنو په اړه خبرې کولې وويل، چې وروسته له دې به افغانستان ته يواځې د پاکستان عملي اقدامات اهميت ولري .

 موسى زي که څه هم ددغې ناستې په اړه د زياتو لاسته راوړنو په اړه څه ونه ويل ، خو زياته يې کړه ،چې دافغان لوري له خوا ډېر ټينګار د ملابرادر په ګډون د پاکستان له زندانونو څخه دافغان طالبانو په خوشې کولو شوى دى .

 د بهرنيو چارو وزارت وياند ، له طالبانو د پاکستان ملاتړ ته دپاى ټکى اېښودل ، سولې پروسې ته دهغوى هڅول ، دافغانستان په سرحدي سيمو د راکټي بريدونو بندول ، د ډيورنډ کرښې ته نږدې د امنيتي پوستو له منځه وړل ، په پاکستان کې دافغان کډوالو ستونزو ته د دايمي او معقولې کړنلارې موندل له هغو کليدي موضوعاتو وګڼل ،چې دافغان چارواکو له خوا په دغه ناسته کې پر پاکستان د نړيوالې ټولنې له خوا د فشار راوړلو لپاره په روښانه ډول مطرح شوي دي .

هغه زياته کړه : ”  افغان دولت وروسته له دې يواځې په خبرو بسنه نه کوي ، بلکې دپاکستان دعملي اقداماتو توقع لرو .”

د بهرنيو چارو وزارت يو ځل بيا دپاکستان له حکومت څخه وغوښتل ،چې ژر ترژره  دې د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ سره د ډيورنډ پر کرښه جوړه کړې دروازه لرې کړي .

 پاکستان له تېرو څو مياشتو راهيسې په دغه سيمه کې د نورو تاسيساتو جوړولو ترڅنګ يوه دروازه هم درولې ده . که څه هم افغان حکومت يې پر وړاندې سخت غبرګون ښودلى  او په دې اړه يې يو پلاوى هم پاکستان ته استولى ، خو پاکستان تر اوسه په دې برخه کې هېڅ اقدام نه دى کړى .

 د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي ،چې پاکستاني ځواکونه دننګرهار ولايتي چارواکو د بې غورۍ له امله لسګونه کيلومتره دافغانستان خاورې ته را ننوتي دي .

دننګرهار ولايتي چارواکو په وينا ، دپاکستان قونسل هم د ولايت مقام له خوا احضار شوى ، خو تر اوسه پورې هم دغه دروازه له منځه نه ده وړل شوې .

 د بهرنيو چارو وزارت وياند په نننۍ خبري غونډه کې په بروکسل کې د ناټو دبهرنيو چارو وزيرانو په ناسته کې د بهرنيو چارو د وزير ډاکتر زلمي رسول د ګډون اهميت ته هم اشاره وکړه او ويې ويل ، چې دناټو غړو هېوادونو افغانستان سره داړيکو دپراختيا په برخه کې په خپلو  ژمنو ټينګار کړى دى .

 هغه زياته کړه ، چې افغانستان له ناټو سره دامنيتي همکاريو دپياوړتيا او پراختيا ، دهوکړه ليکونو دلاسليکولو او له ٢٠١٤ زېږديز کال څخه وروسته ددغه سازمان دنظامي حضور غوښتونکى دى ، خو په دې شرط ، چې  ټول ګډون کوونکي هېوادونه لا  له وړاندې په دغه ماموريت  کې  دافغان دولت هوکړه تر لاسه کړي .

  موسى زي همدارنګه دقزاقستان په الماتا ښارکې د اسيا زړه هېوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو د درېيم کنفرانس  په اړه ، چې تېره اونۍ دسيمه ييزو همکاريو د پياوړتيا په موخه جوړ شو ، خبرې وکړې او زياته يې کړه ، چې غړو هېوادونو د سيمه ييزو سازمانونو په ګډون له افغانستان څخه ملاتړ ته خپل چمتو والى اعلان کړى دى .

 د بهرنيو چارو وزارت وياند ، په بېلابېلو برخو لکه له نشه يي توکو او طبيعي پېښو سره مبارزې ، داسيا زړه غړو هېوادونو ترمنځ دفرهنګي همکارۍ ترڅنګ داقتصادي همکاريو پياوړتيا په ځانګړي ډول دښوونې روزنې او لوړو زده کړو په برخه کې دباور رامنځته کولو له تدابيرو يادونه وکړه او څرګنده يې کړه ، چې لوړ پوړي کارکوونکي  ګومارل شوي ، چې له افغانستان سره ددغو پروګرامونو په پلي کولو کې ملتيا وکړي .

 

Views: 4

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.