کابل (پژواک ٣١ غويى٩٢): که څه هم چارواکي د نشه يانو د درملنې په برخه کې د بوديجې له کموالي سر ټکوي، خو وايي چې په څلورو کلونو کې به د نشه يانو د درملنې سلنه له نږدې شپږو څخه ٤٨ ته لوړه شي.
د مسوولو سرچينو د معلوماتو له مخې، دا مهال په ټول افغانستان کې پر نشه يي توکو د روږدو شمېر شاوخوا يو ميليون تنو ته رسيږي، چې ١٢سلنه يې هېرويين، ٢٥ سلنه يې ترياک او پاتې نور يې نور نشه يي توکي کاروي.
د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت مرستيال هارون رشيد شېرزاد او د عامې روغتيا وزارت مرستيال احمدجان نعيم نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل شوي وو، ترڅو په هېواد کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په اړه خپل پلانونه تشريح کړي.
شېرزاد وويل، چې په افغانستان کې بېلابېل ارګانونه کار کوي، ترڅو پر نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړي.
هغه وايي، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانود درملنې لپاره په ملي بوديجه کې ٣ ميليونه امريکايي ډالر د عامې روغتيا وزارت ته ورکړل شوي، چې کافي نه دي.
شېرزاد وويل، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره لازمه ده، چې ټول ارګانونه لاس سره يو کړي او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي لپاره بايد نړيواله تولنه او د سيمې هېوادونه هم له افغانستان سره مرسته وکړي.
هغه پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې پرمختګونو ته ګوته ونيوه او ويې ويل، چې دوه کاله پخوا په هېواد کې يواځې د ١،٢ سلنه په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کېده، خو اوس دغه سلنه ٥،٩ ته لوړه شوې ده.
نوموړي وويل، د دغه وزارت د تګلارې له مخې به څلور کاله وروسته ٤٨سلنه په نشه يي توکو د روږو کسانو درملنه وشي.
د ده په وينا، تېر کال د هېواد په کچه په نشه يي توکو د روږو کسانو د درملنې ٦٥مرکزونو شتون درلود، خو سږ کال يې کچه ١٠٤ ته لوړه شوې ده.
د شېرزاد د معلوماتو له مخې، اوس په يو کال کې په دغو مرکزونو کې د شاوخوا ٢١ زره په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه کېږي.
دى وايي، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت اړينه بولي، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې د درملنې ٧ کمپلکسونه جوړ کړي.
هغه زياته کړه، چې له يادو کمپلسکونو څخه يو يې په هلمند کې دى، چې د جوړونې چارې يې ٢٥سلنه بشپړې شوي او بل يې په ننګرهار کې جوړيږي ،چې د جوړونې مقدماتي کارونه يې پيل شوي دي.
خو ده وويل، چې د پاتې نورو کمپلکسونو د جوړولو لپاره دغه وزارت بوديجه نه لري.
دغه راز د عامې روغتيا وزارت مرستيال احمدجان نعيم هم وويل، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنې لپاره کافي بوديجه نه لري.
نعيم وويل، چې د عامې روغتياوزارت لوى مرسته کوونکي (نړيوال بانک، اروپايي ټولنه او د امريکا پرمختيايي) اداره هم په دې برخه کې مرسته نه کوي.
يادو دواړو حکومتي چارواکو له اړوندو ارګانونو غوښتنه وکړه، چې د راتلونکي کال په بوديجه کې په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره کافي بوديجه په پام کې ونيسي، خو ويې نه ويل، چې په دې برخه کې څومره بوديجې ته اړتيا ده.
د عامې روغتيا وزارت وزګارتيا او نا امني پر نشه يي توکو د روږدېدو له لاملونه وبلل او زياته يې کړه چې بايد دې دواړو برخو ته پاملرنه وشي.
د هغه په وينا، د عامې روغتيا وزارت هڅې کوي، چې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې وړتياوې لوړې شي.
د نعيم د معلوماتو له مخې، تېر کال دغه وزارت په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره په ټول هېواد کې ٨٥٠ بستره درلودل، خو سږ کال دغه کچه ١٩٩٥ بسترو ته لوړه شوې ده.
د مشرانو جرګې لومړي مرستيال محمدعلم ايزديار ، چې نننۍ غوڼډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، په تېرو يوولسو کلونو کې اړوند حکومتي ارګانونه په دې نه دي توانېدلي، چې په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړي او يا هم د نشه يي توکو د کښت او قاچاق مخه ونيسي.
ده وويل، چې ټول حکومتي ارګانونه بايد د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره لاسونه سره ورکړي او په نشه يي توکو د روږدو کسانو درملنه وکړي.










