منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۵۹ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

ايساف: له افغان ځواک سره غير مسکوني سيمو کې لا هم هوايي مرسته کوو

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۰۲ کتنې

کابل (پژواک ٦ غبرګولى ٩٢): په افغانستان کې د مېشتو ايساف ځواکونو وياند وايي، چې د هوايي عملياتو په اړه د ولسمشر د  فرمان په اړه ناسم پوهاوى شوى او دوى اوس هم له افغان ځواکونو سره هوايي مرستې کوي.

د ايساف وياند جنرال ګونترکيټز دغه څرګندونې د غبرګولي په ٥مه له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه زياته کړه، ولسمشر په خپل فرمان کې ويلي وو، چې له ايساف څخه په مسکوني سيمو کې دې د عملياتو پر مهال د هوايي ځواک مرسته نه غوښتل کېږي.

نوموړى وايي: ((موږ اوس هم په هغو ساحو کې، چېرې چې ملکي خلک شتون ونه لري او مسکوني سيمې نه دي، د عملياتو پر مهال له افغان ځواکونو سره هوايي مرستې کوو.))

څو مياشتې مخکې په کونړ ولايت کې د ايساف د يوه هوايي بريد په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس عام وګړي وژل شوي وو.

تر دې پېښې وروسته ولسمشر حامد کرزي افغان ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې د عملياتو پر مهال دې له ايساف څخه د هوايي ځواک مرسته نه غواړي.

د ايساف وياند په دې وروستيو کې د افغان ملي ځواکونو د مرګ ژوبلې د کچې د زياتېدو په اړه د يوه پوښتنې په ځواب کې وويل، چې اوس ډېرى عمليات د هغوى پر قومانده ترسره کېږي او د ډېرو سيمو امنيتي مسووليت هم د هغوى پر غاړه دى.

خو جنرال ګونترکيټز  وويل، چې دوى له افغان حکومت او ځواکونو سره په ګډه هڅې کوي او پر داسې لارو چارو غور کوي، څو د مرګ  ژوبلې دغه کچه ټيټه کړي.

نوموړي  افغان ځواکونو ته د درنو وسلو د ورکړې په اړه وايي، چې ايساف په دې  برخه کې همکاري کړې او په راتلونکو کې هم خپلو همکاريو ته ادامه ورکوي.

هغه زياته کړه، د دې ترڅنګ ځيني هېوادونه په دې برخه کې له افغان حکومت سره مرستې کوي، په ځانګړې توګه د امريکا يادونه يې وکړه.

جنرال ګونترکيټز وايي، په دې وروستيو کې پتېيل شوې چې افغان ځواکونو ته ٢٠  وړې جنګي الوتکې واخيستل شي.

خو نوموړي زياته کړه، چې د وسلو په برخه کې د افغان ځواکونو اړتياوې ډېرې دي او افغان حکومت بايد له يو شمېر هېوادونو سره په دې برخه کې ځانګړې اړيکې ونيسي.

له هندوستان څخه د وسلو اخيستلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د ايساف وياند وويل، چې دوى د افغان حکومت د دا ډول اړيکو په اړه څه نه وايي.

جنرال کيتز چې اوس يې په افغانستان کې دنده پاى ته رسېدلې وايي، د خپل ماموريت تېر يوه کال پر مهال يې وليدل چې افغان ځواکونه ورځ تر بلې پياوړي کېږي.

د هغه په وينا، تېر کال افغان ځواکونو د ٥٠ سلنې ساحو امنيت پر غاړه درلود، خو اوس دغه کچه نږدې سل سلنې ته نږدې شوې ده.

نوموړى زياتوي، چې د افغانستان ځواکونو شمېر ٣٥٢ زرو ته رسېدلى او د دې تر څنګ يې کيفيت هم ښه شوى دى.

د ايساف وياند وايي، افغان ملي ځواکونه اوس د دې جوګه شوي چې د خپل هېواد، د ټولټاکنو او تر ٢٠١٤ کال وروسته امنيت وساتي.

جنرال کيتز د  ايساف په نوي ماموريت کې د پاتې کېدونکو سرتېرو د شمېر په اړه څه ونه ويل خو زياته يې کړه، چې تر اوسه د ناټو ٢٨ او لس غير ناټو هېوادونو په نوي ماموريت کې د همکارۍ ژمنې کړې دي.