واشنګټن (پژواک ۱۴ غبرګولی ۹۲): د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ، چې دوی غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې زیات شمېر سرتېري پرېږدي.
د دغه هېواد د دفاع وزارت یوه ویاند کرنل اسټیو وارن پرون په واشنګټن کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال د لومړي ځل لپاره په رسمي توګه ومنله چې هېواد یې غواړي په افغانستان کې د زیاتو پوځیانو پرېښودو پر پلانونو غور وکړي.
هغه زیاته کړه، چې په دې اړه په افغانستان کې د ناټو پخواني قوماندان جنرال جان الن هم وړاندیز کړی چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته باید په دغه هېواد کې تر درېیو نورو کلونو پورې په ډېر شمېر عسکر پرېښودل شي.
د نوموړي په وینا، د افغان ملي ځواکونو وړتیاوې لږ دي او له دې وروسته هم ډېرو مرستو او روزنې ته اړتیا لري.
د دفاع وزارت ویاند ویلي، چې پاتې کېدونکي امریکايي سرتېري به د نورو همکاریو تر څنګ د افغان هوایي ځواک په پیاوړي کولو کې مهم رول ولوبوي.
د یادونې ده، تر دې مخکې پوځي جنرالانو ولسمشر بارک اوباما ته تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ۸ او ۱۲ زرو ترمنځ د سرتېرو پرېښودو وړاندیزونه ورکړي، خو وروستۍ پرېکړه به ولسمشر بارک اوباما کوي.