منځپانګې ته تلل
جمعه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۲ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی

جنرال ډنفورډ : افغانان بايد پخپله دا روانه جګړه ختمه کړي

· ۲ دقیقې لوستل · ۶۵ کتنې

بروکسل ( پژواک ۱۶ غبرګولی ۹۲ ) : په افغانستان کې د ناټو لوی قوماندان وایي، چې هیڅکله دریېمګړي نه شي کولى جګړې پای ته ورسوي، ځکه افغانان باید دا جګړه پخپله ختمه کړي.

په افغانستان کې د ناټو او ایساف لوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ دغه څرګندونې د غبرګولي په ۱۶مه، په بروکسل کې د ناټو ددفاع وزیرانو تر دوه ورځنۍ غونډې وروسته افغان خبریالانو سره د ځانګړې مرکې پر مهال وکړې.

هغه په پاکستان کې د ترهګرو د ځالو او د پاکستان د لاسوهنو په اړه ، چې ناټو ولې په دې برخه کې اقدامات نه کوي، وویل چې ددوی ماموریت او ورکړل شوي واکونه د افغانستان په خاوره کې دننه دي.

نوموړي زیاته کړه ، چې دریېمګړي هیڅکله جګړې نه شي ختمولی، ښکلې خواوې افغانان باید پخپله دغه جګړه پای ته ورسوي.

جنرال ډنفورډ وویل، چې افغانستان او پاکستان باید تعمیري سیاسي او پوځي اړیکې ولري .

د ناټو قوماندان وایي، چې افغانستان په تېرو ۱۱ کلونو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې او اوس افغانستان د یوه ملت او دولت په توګه د پرمختګ په حال کې دی.

نوموړي زیاته کړه، چې اوس هم په افغانستان کې امنیتي ننګونې شته ، خو په ډاګه یې کړه، چې افغان ځواکونه پیاوړي شوي او دې ننګونو سره د مقابلې وړتیا لري.

هغه وویل ، چې افغانان دې د ۲۰۱۴ کال لپاره هیڅ فکر نه کوي، په دې کال کې هیڅ نه رامنځته کیږي، د ناټو د همکارۍ بڼه بدلیږي، ناټو او نړیواله ټولنه به دلته پاتې کیږي.

جنرال ډنفورډ زیاتوي، چې نړیوالې ټولنې په شیکاګو او توکیو کې دافغانستان امنیت او اقتصاد سره د اوږود مهاله مرستو او همکاریو ژمنې کړي او پر دې ژمنو به ولاړ وي.

د افغانستان د راتلونکو ټولټاکنو په اړه هغه وویل ، چې دا ټاکنې د افغانستان ثبات او ښې راتلونکې لپاره ډیرې مهمې دي.

هغه زیاته کړه، چې ایساف به د ټاکنو پر مهال د امنیت او لوجستیک په برخو کې مرسته او همکاري کوي .

د ناټو قوماندان وویل، چې د افغانستان د امنیت او ثبات لپاره رڼې ټاکنې  ډيرې مهمې دي.