کابل (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د غزني ډېرى خلک وايي، چې د سيمه ييزو پوليسو له فعالېدو سره يې په سيمو کې امنيت ټينګ شوى دى.
په غزني ولايت کې شاوخوا شپږ مياشتې مخکې سيمه ييزو پوليسو فعاليت پيل کړى دى.
دغه پوليس د کورنيو چارو وزارت په چوکاټ کې جوړ شوي، خو لګښتونه يې د امريکايي ځواکونو له خوا ورکول کېږي.
د غزني د قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکى سيداحمد وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو ١٣ امنيتي پوستې جوړې شوې دي.
نوموړي پژواک اژانس ته وويل، پوستې په هغو سيمو کې جوړې شوې، چې پخوا به وسله وال طالبان په کې اوسېدل، خو اوس هلته طالبان نشته.
د ده په وينا، له سيمې د طالبانو له وتلو سره جګړې او چاودنې هم کمې شوې او خلک په ازاد ډول له وېرې پرته خپل کارونه کوي.
د ا ندړو نا امنه ولسوالۍ، چې يو کال مخکې په کې د طالبان خلاف وسله وال پاڅون وشو، په ځينو سيمو کې يې سيمه ييز پوليس هم وګومارل شول.
د دې ولسوالۍ د ميري اوسېدونکى خيرالله وايي، له هغه مهاله چې پاڅون شوى او سيمه ييز پوليس فعال شوي، خوب يې ارام شوى دى.
نوموړى زياتوي، پخوا به د ولسوالۍ په يو کليومترۍ کې وسله وال طالبان ازاد ګرځېدل، خو اوس اتيا سلنه سيمه د جګړو او نا امنۍ له خطره وتلې ده.
د ده په خبره، پخوا سيمه ډېره نا ارامه وه، وسله والو به په رڼا ورځ پر امنيتي پوستو او د ولسوالۍ پر بازار بريدونه کول، چې ډېر زيان به په کې عامو خلکو ته اوښت.
د مقر اوسېدونکى عبدالحميد هم په دې ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو له فعالېدو سره د بشپړ امنيت او ارامۍ احساس کوي.
هغه زياتوي، دوه کاله مخکې د عامو خلکو ژوند ډېر تريخ و، وسله والو به په رڼا ورځ پر ولسوالۍ بريدونه کول، چې ډېر يې پر هدف نه لګېدل په بازار کې به عامو خلکو ته ځاني او مالي زيان واوښت.
ده زياته کړه، چې اوس د حکومتي واک سيمه پراخه شوې دولتي مامورين هم کولى شي چې د دې ولسوالۍ هرې سيمې ته له وېرې پرته سفر وکړي.
قومي مشر او د سولې شورا د ولايتي دفتر منشي معلم شېرجان هم وايي، چې سيمه ييزو پوليسو پراخې سيمې له وسله والو پاکې کړې.
نوموړي پژواک ته وويل، اوسمهال د غزني ډېرى نا امنه سيمې ښه امنيت لري او خلک په ډاډه زړه کارونه کوي او دولتي مامورين کولى شي پرته له وېرې خپلو سيمو ته تګ راتګ وکړي.
د ولايتي شورا غړى او اندړو ولسوالۍ اوسېدونکى امان الله کامراني په خپله سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو جوړښت ډېر ګټور وباله او زياته يې کړه، چې د اندړو نا ارامه سيمه يې تر کلونو ناامنۍ وروسته په يو کال کې ارامه کړه.
کامراني زياتوي، چې د طالبانو له لوري په سيمه ييزو پوليسو پسې زيات تبلغات وشول، غوښتل يې پر خلاف يې خلک راپورته کړي، خو خلک اوس پوه دي د چا په خبرو نه تېروځي.
د نوموړي په وينا، په هره سيمه کې چې سيمه ييز پوليس فعال شوي، نه يواځې دا چې امنيت ښه شوى بلکې د خلکو او دولت تر منځ همکاري زياته شوې، اوس د سيمه ييزو پوليسو د سيمو خلک په ازاد ډول له وېرې پرته ولسواليو او مرکز ته ځي خپلې ستونزې ويلى شي، خو پخوا يې د طالبانو له وېرې هيڅ غوښتنه نه شوه کولى.
اوسمهال د غزني په نهو ولسواليو قره باغ، مقر، ګيلان، اب بند، ګيرو، اندړو، ده يک، واغز او اجرستان کې سيمه ييز پوليس امنيتي دندې ترسره کوي.
د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد هم وايي، سيمه ييز پوليس ډېر بريالي دي او اوس پراخې سيمې تر دولتي واک لاندې راغلې دي.
د امنيه قوماندان په خبره، دوى په خپلو سيمو کې بلد دي، خپل خلک پېژني، مخالفين پېژني او له نورو امنيتي ځواکونو سره ښه همکار ځواک دى.
د زاهد په خبره، سيمه ييزو پوليسو د عملياتو پر مهال له نورو امنيتي ځواکونو سره په لارښوونو او سلا مشورو په ورکړه کې ډېره مرسته کړې ده.
امنيه قوماندان وايي، پلان لري د دغه ولايت په دوو نورو ولسواليو زنخان او خواجه عمري کې هم سيمه ييز پوليس پر دندو وګوماري.
په غزني کې اوسمهال ١٥٠٠ سيمه ييز پوليس امنيتي دندې ترسره کوي.
د يادونې ده، د دغه ولايت په اندړو او ده يک ولسواليو کې ٢٥ سيمه ييز پوليس په دوو پېښو کې د نفوذي طالبانو له خوا وژل شوي دي.










