کابل (پژواک، ١٧ زمرى ٩٢ ) : د يو شمېر اسلامي هېوادونو ترڅنګ په افغانستان کې نن د نېکمرغه کوچني اختر مراسم ترسره کېږي او سهار په ټولو جوماتونو او عيد ګاه ګانو کې د اختر لمونځ ادا او په هېواد کې دتلپاتې سولې لپاره دعاګانې وشوې.
تېره شپه سترې محکمې اعلان وکړ، چې د سعودي عربستان سترې محکمې د شوال د مياشتې د ليدلو شرعي شهادتونه ترلاسه کړي او په دې اساس پنجشنبه چې د زمري ١٧مې سره برابره ده، د نېکمرغه کوچني اختر لومړۍ ورځ ده.
دغه راز نن په يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کې هم اختر دى، خو په پاکستان، هندوستان او ځينو اروپايي هېوادونو کې سبا اختر لمانځل کېږي.
په پلازمېنه کابل او د ولايتونو په ټولو عيدګاوو او جامع جوماتونو کې د کوچني اختر د لمانځه مراسم د سولې په فضا کې ترسره شول او د لمانځه له اداکولو وروسته، خلکو يو بل ته د اختر مبارکۍ ورکړې .
ولسمشرحامد کرزي، د ارګ په جومات کې د کابينې او ملي شورا له ځينو غړو د هېواد له جهادي شخصيتونو سره د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
همدارنګه، هېودوالو د کابل د عيدګاه او پل خشتي جوماتونو ترڅنګ، په نورو سيمو کې هم د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
د جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې پر فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او ديني عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.
په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه وروسته يو تن لمونځ کوونکي عبدالجبار پژواک خبري اژانس ته وويل چې کاشکې د اختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراري واى .
نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره لاس ورکړي .
د حبيب په نامه يوتن پژواک اژانس ته وويل چې اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .
هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))
که څه هم تر اوسه په هېواد کې د کومې امنيتي پېښې خبر نه دى ورکړل شوى، خو تېره ورځ مازيګر ناوخته په هلمند، ميدان و ردګ او غزني ولايتونو کې خونړۍ چاودنې او بريدونه وشول چې له امله يې د ماشومانو په ګډون ګڼ شمېر ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښته.