منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۵ غ.و
۲۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

دوه د ملي اردو سرتېري او دوه وسله وال وژل شوي

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

کابل_لښكرګاه (پژواك ۱۸ وږى ۹۲): چارواکي وايي، چې د ميدان وردګو او هلمند ولايتونو په ځينو امنيتي پېښو کې افغان ځواکونو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ميدان وردګو ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په سيداباد، نرخ او جغتو ولسواليو کې د بېلابېلو عملياتو او پېښو په ترڅ کې د يو طالب قوماندان په ګډون دوه وسله وال وژل شوي، درې ټپيان دي او پنځه نور له يوه اندازه مهماتو سره يو ځای ژوندي نيول شوي دي.

خبرپاڼه کاږي، د وسله والو طالبانو يو سيمه ييز قوماندان چې جلالي نومېږي، تېره شپه د سيداباد د تنګي په سيمه کې د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوی دی.

 همدا راز د دې ولسوالۍ د سالارو په سيمه کې دوه وسله وال طالبان له يو موټرسايکل او  ايکم مخابرې سره يو ځای ژوندي نيول شوي دي.

دغه راز په هلمند کې د ملي اردو پر موټر د ماين چاودنې له امله د اردو دوه سرتېري وژل شوي او يو بل ټپي دى.

 د والي وياند عمر ځواك د وږي په ۱۸مه پژواك اژانس ته وويل، چې ياده پېښه نن سهار شپږ نيمې بجې د ګرشك ولسوالۍ په بند برق سيمه كې رامنځته شوه.

د ده په خبره، سرتېرو غوښتل له خپلې پوستې د ولسوالۍ مركز ته ولاړ شي چې په لاره د ماين چاودنه پرې وشوه.