منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۷ غ.و
۱۳° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۲° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پکتيا کې د ناټو څارګره الوتکه لوېدلې

· ۱ دقیقه لوستل · ۷۷ کتنې

ګردېز (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيا د مرکز ګردېز اړوند سيمه کې د نړيوالو ځواکونو بې پيلوټه الوتکه لوېدلې ده.

د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل د تلې په لومړۍ نېټه پژواک اژانس ته وويل، چې الوتکه نن له غرمې وروسته د تېرې کوتل په سيمه کې لوېدلې ده.

هغه زياتوي، چې ياده بې پيلوټه الوتکه په غرنۍ سيمه کې د تخينکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

اورياخېل وايي، دغه وړه څارګره  الوتکه تر لوېدو وروسته نړيوالو ځواکونو ومونده او له ځان سره يې يووړه.

تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نړيوالو ځواکونو څارګرې الوتکې غورځېدلې دي.