ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بېلابېلو پېښو کې اته سرتېري وژل شوي

په بېلابېلو پېښو کې اته سرتېري وژل شوي

author avatar
24 Oct 2013 - 18:51
په بېلابېلو پېښو کې اته سرتېري وژل شوي
author avatar
24 Oct 2013 - 18:51

هرات( پژواک،٢ لړم ٩٢): چارواکي وايي،چې په هرات کې د ملي اردو د سرتېرو پر موټر د ماين چاودنې له امله شپږ سرتېري ووژل شول.

 د هرات د ادرسکن ولسوال لعل محمد عمرزي د لړم په ٢مه پژواک ته ويل، چې دغه چاودنه ماسپښين  د هرات _ کندهار پر لاره د ګردان په سيمه کې رامنځ ته شوه.

 د نوموړي په وينا، د ملي اردو د سرتېرو موټر له شينډنډ ولسوالۍ څخه د هرات ښار پر لوري روان و، چې د سړک غاړې ماين پرې وچاودېد.

 طالب وياند قاري يوسف احمدي د پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى او په چاودنه کې وژل شوي کسان يې بهرنيان بللي ، نوموړي ويلي ، چې د دوى د سپرلۍ ټانک په بشپړه توګه ويجا شوى.

 ادرکسن ولسوالي د هرات ښار سوېل ختيځ ۴۵ کيلومترۍ کې پرته ده، چې کله کله په کې  د نا امنۍ پېښې رامنځ ته کيږي.

 د يو بل خبر له مخې، تېره شپه په بادغيس کې د سرحدي پوليسو تر منځ په خپلمنځي نښته کې دوه تنه وژل شوي دي.

 د بادغيس يوه امنيتي چارواکي، چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک ته وويل،چې پېښه د بالامرغاب  ولسوالۍ په جوى ګنج  پوسته کې رامنځ ته شوې ده.

 سرچينه وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنه پيل کړي، خو تر دې مهاله يې لامل څرګند نه دى.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.