ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو ځاى شوي طالب قوماندان د نوم ليکنې پر يوه مرکز بريد کړى

يو ځاى شوي طالب قوماندان د نوم ليکنې پر يوه مرکز بريد کړى

author avatar
28 Oct 2013 - 16:25
يو ځاى شوي طالب قوماندان د نوم ليکنې پر يوه مرکز بريد کړى
author avatar
28 Oct 2013 - 16:25

هرات ښار (پژواک ٦ لړم ٩٢): په بادغيس ولايت کې يو تسليم شوي پخواني طالب قوماندان د ټاکنو د کارتونو د وېش پر يوه مرکز بريد کړى دى.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف د لړم په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې تېره ورځ د ملا يوسف په نوم طالب قوماندان له خپلو دېرشو وسله والو سره په قادس ولسوالۍ کې د ټاکنو د کارتونو وېشلو پر مرکز بريد کړى دى.

هغه زياته کړه، چې دوى مرکز ته د کارتونو اخيستو په پلمه ورغلي وو او له ور رسېدو سره يې د پوليسو موټر پر راکټ ويشتى و.

شرف وايي، چې دوى ياد مرکز ويجاړ کړى، د مرکز ساتونکي پوليس يې بې وسلې کړي او په خپله له سيمې تښتېدلي دي.

امنيه قوماندان د بې وسلې شوو پوليسو کره شمېر په ډاګه نه کړ، خو ويې ويل چې بريد کوونکو د ټاکنو د مرکز مامورينو ته زيان نه دى اړولى.

د سيمې يوه استوګن محمد زمان پژواک اژانس ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې خپلسري وسله وال زيات شوي او خلکو ته يې هم ستونزې پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه، ملا يوسف چې پخوانى طالب قوماندان و، له دولت سره يو ځاى شوى، خو له تېروو کلونو راهيسې يې له ځان سره غير مسوول وسله وال ساتلي دي.

زمان وايي، چې ملا يوسف د ټاکنو د مرکز يو شمېر وسايل هم سوځولي او بېرته د طالبانو له ليکو سره يو ځاى شوى دى.

امنيه قوماندان په سيمه کې له هغوکسانو سره د وسلو شتون تاييد کړ، چې د طالبانو له ليکو راګرځېدلي دي.

هغه زياتوي، چې په دغه ولايت کې څلور وسله وال طالبان تسليم شوي، چې يو شمېر يې د ځان د امنيت لپاره وسلې ساتلې دي.

شرف د ملا يوسف په اړه دا خبر رد يا تاييد نه کړ، چې ګوندې د طالبانو له ليکو سره يو ځاى شوى وي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.