ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې پنځو تنو ته د اعدام سزا واورل شوه

هرات کې پنځو تنو ته د اعدام سزا واورل شوه

author avatar
30 Oct 2013 - 17:16
هرات کې پنځو تنو ته د اعدام سزا واورل شوه
author avatar
30 Oct 2013 - 17:16

هرات (پژواک ٨ لړم ٩٢): د هرات استيناف محکمې پنځو تنو ته د انسان تښتونو او وژنو په تور د اعدام سزا واوروله او يو بل تن يې په شل کاله بند محکوم کړ.

د هرات د ښاري محکمې رييس قاضي غلام رسول منصور خبريالانو ته وويل، يادو تورنو کسانو څلور مياشتې مخکې د جبرييل په سيمه کې دوه وروڼه لومړى تښتولي وو او بيا يې وروسته يو وژلى و.

 د نوموړي په وينا، تورنو کسانو په ازاده محکمه کې د خپلو مدافع وکيلانو په مخکې خپل جرمونه ومنل.

 د ډاکټر احساني په نوم يو تن، چې يادو کسانو يې د کورنۍ غړى وژلى و، علني محکمې ته وويل: “دغه مجرمين دې ژر تر ژره اعدام شي، ترڅو په راتلونکي کې د جرمونو کچه راټيټه شي.”

 پر اعدام د محکوم شويو کسانو يو نږدې خپلوان علي احمد وايي، د خپلوان په حق کې يې سخته پرېکړه شوې ده.

نوموړي له دولته غوښته وکړه، چې د محکومو کسانو پر جرمي دوسيې له سره کتنه وکړي.

 خو د ښاري محکمې رييس وايي، تورن کسان لومړۍ محکمې محکوم کړي دي، دوى کولى شي استيناف وغواړي.

 دا پنځه تنه په داسې مهال پر اعدام محکوم شوي، چې شاوخوا سل کسه نور تورن هم د اعدام د سزا انتظار باسي او تراوسه د ٢٦ تنو د اعدام دوسيې د لاسليک په موخه ولسمشر کرزي ته لېږل شوې دي.

پوره درې مياشتې مخکې د علي سينا په نوم د يوه سوداګر د زوى د تښتونې او وژنې په تور دوه تنه د هرات په محبس کې اعدام شول.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.