فيض اباد (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٢): د بدخشان والي د دغه ولايت په جرم ولسوالۍ کې د ١٧ وسله والو مخالفينو او اتو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړ، خو وسله وال طالبان بيا د څلورو اربکيانو د وژلو ادعا کوي.
د بدخشان والي شاه والله اديب نن په يوه خبري غونډه کې وويل، چې وسله والو طالبانو تېره ورځ سهار د يمګان او جرم ولسوالۍ د اب دهن خستک له ساحو برېد کړى او نښته تر تېرې نيمې شپې پورې په بېلابېلو ساحو کې روانه وه.
هغه زياته کړه، چې د نښتې په اوږدو کې ١٧ وسله وال مخالفين وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.
د بدخشان والي وايي، چې د هغوى مړي د پېښې په ځاى کې پاتې دي او نور بريدګر تښتېدلي دي.
اديب زياته کړه، چې په دې نښته کې دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې يې څلور اربکيان، د هغوى له قوماندان غلام حسن سره وژلي دي او نهه نور ټپيان شوي دي.
نوموړي د خپلو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
د ويلو ده، چې دا په وروستۍ اونۍ کې دويم ځل دى، چې د جرم ولسوالۍ په مربوطاتو کې نښته کېږي ، د ځايي چاروکو په وينا، جې په ترڅ کې يې اوه وسله وال مخالفين وژل شوي، خو طالبانو بيا ددې برعکس مقابل لوري ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.